English دری پشتو

مجله ها

ماهانامه رنا

د خلکو له ګډون پرته ټاکنې ارزښت نه لري

content
2018-10-22

د افغانستان د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو کمې ونډې د سیاسیونو، عامو خلکو او مدني فعالانو اندېښنې راپارولې.

که څه هم په دې اړه وار وار مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او خلکو خپلې اندېښنې له حکومت سره شریکې کړې دي، خو لا هم حکومت دې ستونزې ته د مناسبې حل لارې په لټه کې پاتې راغلی.

سره له دې، چې د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته خلکو د نوم لیکنې لړۍ پای ته رسېدلې، تر دې مهاله په ټول هيواد کې له پنځه دېرش میلیونه وګړو یوازې اته میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې ده

په کابل کې د هوډ مدني ټولنې مشر ایمل څرک وایې: تر ډېره پر نوماندانو د خلکو بې باوري، امنیتي ګواښونه او په دغه ملي بهیر کې پراخې درغلۍ  لامل شوې چې خلک نوم لیکنې ته زړه ښه نه کړي.

بل خوا د غزني ولایت اوسېدونکی حامد سوادګر بیا په دې باور دی، چې هرې سیمې ته د نوم لیکنې اسانتیاوو نشتوالي او په کلیوالو سیمو کې د ناوړه دودونو له امله ډېری مېرمنې په دغه ملي بهیر کې له ګډونه پاتې کړې.

بل خوا د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او ښځو چارو وزارت، په ټاکنو کې د مېرمنو پراخ ګډون اړین بولې او پر وړاندې یې شته ګواښونه د اندېښنې وړ بولي.

د ښځو چارو وزارت ویانده، رویا دادرس ټینګار کوي، چې په راتلونکو ولسې جرګې ولایتي شوراګانو او ولسمشریزو ټاکنو کې د ښځینه رایه ورکونکو کمرنګه ګډون به د دغو پروسو باور زیانمن کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د هیواد امنیتې ادارو مسوولینو په یوه ګډه ناسته کې ژمنه وکړه، چې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې به د امنیتي ګواښونو له امله د رایې ورکونې پر وړاندې شته خنډونه له مېنځه یوسي او په ټولو امکاناتو به هڅه وکړي، څو د ټاکنو لړۍ په سوله اییزه بڼه تر سره شي.

هېره دي نه وي، چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون په دې ملي پروسه کې پراخو درغلیو ته لاره هواره کړه، چې له امله یې په ولس کې بې باوره اشخاصو پارلمان ته لاره پیدا کړه.


نجيبالله سليمي - دانشجوي ژورناليزم

دانشگاه رنا ©