د تحصلي بورسونو اړین ټکي

رڼا پوهنتون په ډيره هیله مندۍ د زده کړیالانو لپاره د وړتیا له مخې بیلابیلې تحصلی مرستې اعلانوي چې تفصیل یې پر لاندې بڼه دی.

د وړتیا پر بنسټ تحصیلي بورس: زده کړیالان د وړتیا پربنسټ یعنې د تحصیلي دورې په اوږدو کې د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره دې بورس ته لاس رسی پیدا کوي، کم شمېر زده کوونکي یعنې په ۱/۱۰۰ نسبت په هره ټاکل شوې دوره کې وړاندې کیږي، زده کړیالان هغه مهال له دې بورس څخه برخمن کیږي چې ټاکل شوې نمرې په هر سمستر کې پوره کړي، دا پرګرام په لاندې بڼه بیانیږي.

کړنلار

  • - که زده کړیالان دکانکور ازموینه کې لومړی مقام تر لاسه کړی، په لومړي سمستر کې ورته ۱۰۰٪ تحصیلي بورس ورکول کیږي.
  • - که زده کړیالان دکانکور ازموینه کې دویم مقام ترلاسه کړي، په لومړي سمستر کې ورته ۵۰٪ تحصیلي بورس ورکول کیږي.

د سمستر پر بنسټ طرحه

  • - که زده کړیالان په خپل ټولګي کې لومړی مقام تر لاسه کړي، په راتلونکي سمستر کې ورته ۴۰٪ ورکول کیږي..
  • - که زده کړیالان په خپل ټولګي کې دویم مقام ترلاسه کړي، په راتلونکي سمستر کې ورته ۲۰٪ ورکول کیږي.

یادونه: په هر سمستر کې د دې ټولو بورسونو شمېر ۱۰ ته رسیږي.

له وړتیا پرته برسونه: هسې خو زموږ په ټولنه کې زیات شمېر زده کوونکي د دې هیله لري چې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي او ټولنې ته د خدمت جوګه شي، خو مالي ستونزې یې پر وړاندې خنډونه جوړوي، یتیمان، داخلي بې ځایه شوي او غریب خلک د دې حالت بیلګه ده، نو پر همدې لامل رڼا پوهنتون د دغه راز غوښتنیکلونو د راټولنې په موخه یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړي او غواړي په ټولنه کې د خپلې اغیزمنې برخې او مناسب قضاوت په اړه ډاډه شي.

دا تحصیلي بورس زده کړیالانو ته اجازه ورکوي چې په ډله ییزه او یافردي توګه خپل غوښتنلیکونه د عامه اړیکو دفتر له لارې او یا یې په مستقیمه توګه د پوهنتون ادارې ته وړاندې کړي.

که دولتي او خصوصي سازمانونه په دې اړه د بشپړې خبرتیا هیله لري نو موږ سره دې اړیکه ونیسي.:

ښاغلی ویس پوپل
د عامه اړیکو امر
+93 729 101 995
pr@ru.edu.af

رڼا پوهنتون، برکي څلور لارې،
کابل ، افغانستان
د نشر حق خوندي دی© ۱۳۹۵
وروستي بدلونونه:۱۹.عقرب.۱۳۹۵