د ۱۳۹۶ کال فراغت جشن

2017-08-01


رڼا، د غوره راتلونکې پر لور دیون مخکښ 
رڼا ویاړي چې پر ننیو مهارتونو سمبال، هدفمن او متخصص ځوانان یې ټولنې ته وړاندې کړل او په ډیر ویاړ یې د ۱۳۹۶کال دفارغو شویو محصلینو دفراغت جشن د ۱۳۹۶ د زمري پر ۵مه نېټه د لوړو زده کړو وزارت دسرپرست وزیرښاغلي عبدالطیف روشان، د افغانستان دخصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو رییس محمد امیر کامه وال، دلوړو زده کړو وزارت د تفتیش رییس استاد غلام داود شایق، رڼا پوهنتون رییس ډاکټر شفیع الله نعیمي، د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادې د اکاډمیکو چارو مرستیال ډاکټر ذاکر حسین ارشارد، ډاکتر محمد نعیم عظیمي دکابل پوهنتون علمي مرستیال، د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو او پوهتنونو اتحادې رهبري پلاوي، د رڼا پوهنتون علمي او داداري پلاوي، محصلینو او د هغوی د کورنیو په ګډون سره په ځانګړو شانداره مراسمو کې خلیج هوټل کې ونمانځه.
د رڼا پوهنتون رییس دوکتور شفیع الله نعیمي دپیل خبرې وکړې، ګډونوالو ته یې ښه راغلاست ووایه، فارغو شویو محصلینو او دهغوی کورنیو ته یې مبارکي ورکړه، او زیاته یې کړه: «محصلین باید لا ډیره هڅه وکړه چې په دې برخه کې لا پرمختګ وکړي.»
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه علمي بلوغ یې د افغانستان دخلاصون او غوره راتلونکې یواځینې لار وبلله او محصلین یې دې لارې ته وهڅول.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عبدالطیف روشان د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو او پوهنتونو په اړه خبرې وکړې او رڼا پوهنتون یې غوره پوهنتون وګڼه، له خدماتو یې مننه او درناوی وکړ.
په دې جشن کې د لوړو زده کړو وزارت د تفتیش رییس استاد محمدشفیق شایق، د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي دلوړو زده کړو بنسټونو او پوهنتونو رییس امیر محمد کامه وال او د افغانستان دخصوصي لوړو زده کړو بنسټونو او پوهنتونو د اتحادیې د اکاډمیکو چارو مرستیال ډاکټر ذاکر حسین په خپل وار سره خبرې وکړې. 
د جشن په اوږدو کې دلوړو زده کړو وزارت د پلاوې پر وړاندې ۱۶۲ تنه فاروغو شویو محصلینو ته د ستاینلیکونو تر ورکولو وروسته د پوهنتون دمحصلینو چارو مرستیال ښاغلي عبدالاحد احمدي لخوا دلوړې مراسم قرائت او په دې توګه محصلینو دلوړې مراسم تر سره کړل، په پای کې د وزارت استازو، د پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، محصلیونو او د هغوی کورنیو ډله ییز انځورونه واخیستل.
چې جشن په د ګډه دغرمنۍ تر خوړلو وروسته پای ته ورسیده .

#رنا_شگوفایی_استعداد_ها

رڼا پوهنتون، برکي څلور لارې،
کابل ، افغانستان
د نشر حق خوندي دی© ۱۳۹۵
وروستي بدلونونه:۱۹.عقرب.۱۳۹۵