رڼا پوهنتون ویاړي چې نن جمعه د ۱۳۹۶ دوږي درېیمه یې د کانکور ازموینه په بریالیتوب سره واخیسته

2017-08-26


ازموینه نن د لوړو زده کړو وزارت د باصلاحیته پلاوي او رڼا پوهنتون د رهبري هیئت پر وړاندې د سلګونو ښځینه اونارینه ګډونوالو څخه په پوره ډاډمن اکاډمیک چاپېریال کې واخیستل شوه.
د کانکور دا ازموینه دپاک قران دڅو مبارکو ایتونو په تلاوت او د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوه، د رڼا پوهنتون استاد ذبیح الله افرا د پوهنتون د مشرتابه په استازۍ د وزارت پلاوي او د ازموینې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د ټولنې پرمختګ کې یې دعلم پر ارزښت خبرې وکړي او دا چې ۱۴۵۶ تنو د خپلې روښانه راتلونکې لپاره رڼا پوهنتون انتخاب کړی او خزاني کانکور کې یې ونډه واخیسته مننه او ستاینه یې وکړه او دلا غوره راتلونکې لپاره ورته ښه پېرزونې وړاندې کړي.
رڼا- د وړتیاو ځلا

https://www.facebook.com/ru.edu.af/videos/670117833180831/

رڼا پوهنتون، برکي څلور لارې،
کابل ، افغانستان
د نشر حق خوندي دی© ۱۳۹۵
وروستي بدلونونه:۱۹.عقرب.۱۳۹۵