د مشرتابه پیغام

زه ډیره خوشاله یم چې رڼا پوهنتون ته دځوانانو ته ښه راغلاست وایم،

رڼا پوهنتون لاندې پروګرامونه لکه اداره او سوداګري، کمپیوټر ساینس، حقوق او سیاسي علوم، عامه اړیکې او ژورنالېزم او بهرنۍ ژبې وړاندې کوي، دغه راز رڼا پوهنتون په پام کې لری چې په لنډه راتلونکې کې دڅانګو لمن پراخه کړي.

یاد پروګرامونه په ملي او نړیواله کچه د دکتورا او ماسترۍ په سویې د تجربه لرونکو استادانو لخوا د ښوونې له نوي مېتود سره سم تدریس کیږي.

رڼا پوهنتون تل دکار موندنې دمهارتونو، د هبرۍ ځانګړتیاوو او د زده کړو او روزنې د نویو میتودنو د ودې په هڅه کې دی.او له زده کړو څخه د بې برخې زده کړیالانو لپاره دمرستې صندوق ایجادول د پوهنتون له لومړیتوبونوڅخه ګڼل کیږي.

سر بېره پر دې، د محصلینو دسلا ورکونې خدماتي مرکز او د کارموندنې مرکز په علميګاڼه سینګاروي، مننه ستاسو له باوره، موږ ډاډ درکوو، چې د دې ټولنې دهر وګړي پر وړاندې خپل مسؤلیت ادا کوو او د ټولنې د پرمختګ لپاره هڅه کوو، څو له کړاوه لرې، ارام او دپوهې پر ګاڼه سمبال نسل ولرو.

دکتر شفیع الله نعیمی

د رڼا پوهنتون رییس

کابل، افغانستان

رڼا پوهنتون، برکي څلور لارې،
کابل ، افغانستان
د نشر حق خوندي دی© ۱۳۹۵
وروستي بدلونونه:۱۹.عقرب.۱۳۹۵