پیام معاونت علمی

لوړې زده کړې د هر هېواد اساس او بنسټ تشکیلوي او رڼا پوهنتون د دې بنسټ ډبره ایښې، رڼا پوهنتون د لوړو زده کړو په برخه کې((دعلم او پوهې ترلاسه کولو)) په نوم پېژندل شو ی او په ۱۳۸۷کال کې یې له خپل پیله د استعدادونو د ودې لپاره هر اړخیزه هلې ځلې کړي څو ټولنې او په ځآنګړې توګه د ځوان کهول په خدمت کې مخکښ اوسي.

د نوښت په برخه کې دوام دار فعالیت، زموږ د تجربه لرونکو استادانو د انعطاف د انعکاس پایله ده. چې د سوداګرۍ اداره، حقوق او سیاسي علوم، کمپیوټر ساینس، عامه اړیکې او ژورنالېزم او بهرنیو ژبو پر تدریس او تحقیق خپل اغېز لرلی دی، د پوهنتون دماموریت او لرلید د سرته رسولو په موخه تل هڅه کوو، چې دپوهې په وړاندې کولو، د تفکر په پیاوړتیا، نوښت او رهبرۍ کې مخکښ اوسوو، او په حقیقت کې دا خوځښت دټولنې په اقتصاد او پرمختګ کې مهم رول لوبوي.

د سیمې په کچه پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو سره زموږ کډ کار او سالم رقابت دپوهنیز ډګر د پراختیا موخه ده چې په حقیقت کې دملت سرمایه ګڼل کیږي.

سربېره پردې باوري یو چې دښوونې او روزنې ترمنځ هیڅ پوله نشته، اوکه د پوهې ترلاسه کوول مو موخه وي، نو دا نوې تجربه رڼا پوهنتون کې پیل کړئ.

کفایت الله سلیمان

د رڼا بوهنتون عملي مرستیال سرپرست

کابل ـ افغانستان

رڼا پوهنتون، برکي څلور لارې،
کابل ، افغانستان
د نشر حق خوندي دی© ۱۳۹۵
وروستي بدلونونه:۱۹.عقرب.۱۳۹۵