English دری پشتو

پوهنتون رنا

شگوفایی استعداد ها

عمومیات

رڼا پوهنتون په وروستیو کې د خپلو محصلینو دمسکلي کدر روزنې طرحه جوړه کړې ده، هغه محصلین چې د نومرو سلنه یې ۸۰٪ او یایې GPA ۴.۰۰ وي کولای په دې پروګرام کې ګډون وکړي.

وخت:

په دې روزنیز پروګرام دوه ډوله طرحې په لاندې توګه تشریح کوو.

  1. د استخلاص کار زده کړې دوره
  2. د نا استخلاص کارزده کړې دوره

د استخلاص کار زده کړې دوره

که وړ زده کوونکي دې پروګرام ته لېواله وي، نو د پرمختګ ډیر چانسونه ورکول کیږي، دا طرحه محصلینو ته فرصت ورکوي چې له فیس ا ولګښت پرته ډیرې زده کړې تر لاسه کړي، دا طرحه یواځې د هغو محصلینو لپاره ده چې د نومرو سلنه یې۸۵٪ سلنه وي.

د نا استخلاص کارزده کړې دوره

که محصلین تر فراغت وروسته په اکاډمیکه ساحه کې دکار کولو غوښتوونکي وي نو دې پروګرام سره دې یوځای شي، دا پروګرام محصلینو ته فرصت ورکوي چې د بنسټیزو مضوعاتو د زده کړې ترلاسه کولو لپاره د دکتور او د مل استاد تر مستقیم څار لاندې اوسي،

غوښتن بڼه

نوماندان کولای شي د هر دیپارتمنت د اړوندې څانګې لیدنه وکړي، دبیلګې په توګه محصلین کولای شي دسوداګرې ادارې پوهنځي رییس سره وګوري او په اړوند مسایلو باندې خبرې کړی او له ګړنۍ هوکړې وروسته پاتي مسایل د پوهنتون دبشري سرچینو سره تکمیل کړي.

د غوښتنې مهال

دا دکال په اوږدو کې پرانیستې غوښتنه ده، نوماندان کولای شي هر مهال له خپل ټول فراغت وروسته ګام واخلي، محصلین د خپلو زده کړو په اوږدو کې هم کولای شي خو فارغینو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

رڼا پوهنتون © 2024-03-29 13:30:36