English دری پشتو

رڼا پوهنتون

لرلید

د وینې مرکزي بانک:رڼاپوهنتون د وینې ډالۍ اړمنوته زموږ لومړنۍ اړتیا پوره کړه

January 29, 2020


د روان کال د سلواغې ٨مه دسې شنبې ورځ د رڼاپوهنتون مشرتابه او علمي پلاوي او لسګونو محصلینو د وینې ډالۍ کولو کمپاین کې ګډون وکړ او خپلو اړمنو هیوادوالو لپاره یې د وینې مرکزي بانک ته ٣٣زره سي سي وینه راټوله کړه. د عامې روغتیاوزارت د وینې مرکزي بانک د وینې اخیستلو څانګې مسؤل ډاکتر محمدخالد بابکر خېل د رڼا پوهنتون څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، د وینې بانک د وینې له جدي کمښت سره مخ و چې رڼا پوهنتون په دې حساس پړاو کې د پخوا په څیر زموږ لاسنیوی وکړ څو لږ تر لږه زموږ لومړنۍ اړتیا پوره شي. دا لومړی ځل نه دی چې رڼا پوهنتون د وینې راټولولو کمپاین وکړ، پر دې سربېره یې اړمنو ته د ژمنیو جامو را ټولولو او بېوسه محصلینو ته د پیسو راټولولو او د ککړې هوا له امله د پیدا کېدونکو ناروغیو دمخنیوي په پار دماسکونو ویش، نهال کینولو، د ټولنیزو مسؤلیتونو، چاپیریال پاکولو او مخدره توکو د نه کارولو کمپاینونه هم کړي دي

رڼا پوهنتون © 2024-04-24 07:12:29