English دری پشتو

رڼا پوهنتون

لرلید

رڼا پوهنتون څخه د هرات د محصلینو لیدنه

January 29, 2020


د اسیا پوهنتون د حقوقي کلینیک یو شمېر زده کوونکي کابل ته راغلي او د رڼا پوهنتون څخه یې لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې محصلین لومړی د رڼا د مشرتابه له تود هرکلي سره مخ شول او د رڼا پوهنتون لخوا یې کابل کې د هر راز همکارۍ ژمنه تر لاسه کړه. محصلینو د کابلیانو او رڼا پوهنتون له میلمه پالنې مننه وکړه او د رڼا پوهنتون د بېلابېلو څانګو دلیدنې ترڅنګ یې د دې پوهنتون د حقوقي کلنیک لیدنه هم وکړه، د دې کلینک د تجربو په اړه یې معلومات تر لاسه او چارې یې د ستاینې وړ و بللې او خپلو پوښتنو ته یې د رڼا د حقوقي کلینیک د مسؤلینو قناعت بښونکي ځوابونه تر لاسه کړل. د لیدنې پر مهال د دواړو پوهنتونونو مشرتابه ژمنه وکړه چې خپلې چارې پر داسې کړنو متمرکزې کړي، چې د ټولنې او ځوان نسل په خیر او ښېګڼه وي او هیله یې څرګنده کړه چې نېږدې راتلونکې کې د ګډ کار لپاره تفاهمنامه لاسلیک کړه. د هرات ولایت د محصلینو لیدنه په داسې مهال کې تر سره شوه چې څه موده وړاندې د رڼا پوهنتون د حقوقي کلنیک استازو هرات ولایت ته سفر کړی و چې هلته یې له محصلینو سره ګډ کار کړی و چې ښې لاسته راوړنې یې لرلې. د رڼا پوهنتون حقوقي کلینیک اونۍ کې شپږ ورځې بې وسه هېواد والو ته د حقوقي مرستو له مقررې سره سم، د مشوره ورکولو، عریضه لیکلو، صورت دعوا، دفاعیه، اعتراضیه او محاکمو کې د وکالت چوپړتیاوې په فامیلي، مدني او جزایي موضوعاتو کې د تجربه لرونکو مدافع وکیلانو لخوا په وړیا بڼه وړاندې کوي. د رڼا پوهنتون د حقوقي کلینیک په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره په لاندې شمېرې اړیکې ونیسئ. 0730878888 پته: برکي څلور لاری، کابل- افغانستان # د رڼا پوهنتون- حقوقي- کلینیک #رڼا د وړتیاو ځلا...

رڼا پوهنتون © 2024-04-20 07:20:35