English دری پشتو

رڼا پوهنتون

لرلید

د جمهوري ریاست د ارګ لخوا د رڼا پوهنتون د اغېزمنو استادانو تقدیرول

February 19, 2020


د روان کال د سلواغې په ۲۴مه نېټه د رڼا پوهنتون د سولې او پوهنې تالار کې د دې پوهنتون د مشرتابه او علمي پلاوي، د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریس پوهنیار بري مبارز او د رڼا پوهنتون د سلاکارانو او ګڼ شمېر دایمي استادانو په وړاندې د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د رڼا پوهنتون غوره استادان تقدیر شول. د رڼا پوهنتون علمي-تدریسي مرستیال سید مصطفی سعیدي د ۱۳۹۸ یم کال د لاسته راوړنو یادونه وکړه چې غوښنه برخه یې د دې پوهنتون د استادانو پوروړې وبلله او زیاته یې کړه: (( د علمي – څېړنیز تحقیقاتو مرکز د رڼا پوهنتون یو بنسټیز رکن دی، چې د علمي څېړنو د مرکز په ایجاد سره د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د رڼا د علمي – څېړنو د ژورنال او د محصلینو د علمي- څېړنیزې مجلې ( مهر رڼا) ویاړ لري.)) د رڼا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ریس استاد ذبیح الله افرا، د رڼا پوهنتون د علمي څېړنو مرکز امره دوکتور سرو رسا رفیع زاده، د رڼا پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي ریس عبدالصبور غفوري او د ژونالیزم پوهنځي استاد روح الله رضواني د هيواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کلیزې د نمانځلو کمیسیون د دارالانشاء لخوا د تمغې او تقدیرنامې په ورکولو سره تقدیر شول، دغه راز رابعه سادات او ایمل فیضي د رڼا پوهنتون دوه تنه ربات جوړونکي محصلین چې له ازبکستان هېواد څخه یې مډالونه ګټلي ول هم په دې برنامه کې وستایل شول. پر دې سربېره د ۱۳۹۸ یم کال ۱۲تنه غوره استادان د رڼا پوهنتون د مشرتابه لخوا وستایل شول او مننلیکونه یې ورته ډالۍ کړل.

رڼا پوهنتون © 2024-04-20 02:39:58