English دری پشتو

رڼا پوهنتون

لرلید

د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د محصلینو لومړنۍ میاشتنۍ چاپ او د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنتون د کنفرانسونو تالار کې پرانیستل شوه.

December 04, 2016


بیداري روښانه لید، غوره ګام

 

د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د محصلینو لومړنۍ میاشتنۍ چاپ او د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنتون د کنفرانسونو تالار کې پرانیستل شوه.

په غونډه کې د پوهنتون د رهبري هیئت تر څنګ د هیواد یو شمیر پوهانو او سیاسي څيرو هم ونډه اخیستې وه.

د ژورنالیزم پوهنځي رییس ښاغلي عبدالتواب بینش د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دې پوهنځي دشپږم سمستر دمحصلینو دا ګام ډیر مهم او ګټور وباله او ویې ویل چې بیداري د ټولو هیواد والو لپاره اصل دی زموږ بیداري دملت په ویښتیا او هغوی ته د اطلاعاتو په رسوونه کې مهم رول لوبوي.

خو بینش زیاته کړه چې یواځې دا میاشتینۍ بسنه نه کوي، دوی دمسلکي کدورونو رونې ته ژمن دي او خپلو خلکو ته به دې په دې برخه کې له خدمت څخه ستړي نه شي.

د بیداري میاشينۍ مسؤل مدیر علي حیدر وویل، چې دا زموږ د استادانو دښې ښوونې او روزنې د پوهنتون ژمنتیا نتیجه ده چې موږ نن په خپله برخه کې عملي ګام اخلو او د ژورنالیزم پر ټولو اصولو برابره میاشتنۍ مو د چاپ پرګاڼه سینګار کړې ده.

پوهاند میرعزیزاحمد فانوس د خپلو خبرو په ترڅ کې د محصلینو د دې ستر کار ستاینه وکړه او په هیواد کې یې د ورځپاڼه لیکنې بهیر باندې لنډې خبرې وکړې.

فانوس وویل چې چاپی فعالیت د ژورنالیزم په ډګر کې ځانګړی ارزښت لري او له نیکمرغه د رڼا پوهنتون محصلینو خپله وړتیا وښوده.

پروفیسور صدیق افغان هم خبرې وکړې د رڼا پوهنتون د روښنايي د لا زیاتېدو هیله یې وکړه.

د نظامي چارو شنونکی جاوید کوهستانی د دې غونډې بل ویناوال و، هغه وویل ننی عصر د رسنیو عصر دی او خوشاله یم چې رڼا یواځې نظري کار نه بلکې عملي کار کوي او په رښتیا هم مسلکي کدرونه ټولنې ته وړاندې کوي.

غونده د پټۍ او کیک په پرې کولوسره پای ته ورسېده.

رڼا پوهنتون © 2024-04-20 11:18:09