English دری پشتو

رڼا پوهنتون

لرلید

د رڼا پوهنتون روباتیکانو د اسلامي همکاریو سازمان(ORC) د روباتیک لومړني سیالۍ کې د ازبکستان په تاشکند کې ګډون وکړ.

November 24, 2019


رابعه سادا او ایمل ولي زاده د رڼا پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو د دې پوهنتون د خلاقیت او نوښت مرکز لخوا د افغانستان په استازۍ د دې سیاليو په سومو او فوټبال برخه کې ونډه واخیسته. دا سیالۍ د اسلامي هیوادونو سازمانو د (COMSTECH) د ساینس او تکنالوژۍ کمېټې لخوا د اسلامي هیوادونو دهمکارۍ سازمان (OIC) د دارالانشا، د ازبکستان هیواد د نوښت او پراختیا وزارت او د اسلامي پراختیا بانک په مرسته د اکتوبر له ۲۷ مې تر ۳۱ مې نېټې، تاشکند کې د ازبکستان د نندارتونو په مرکز کې تره سره شوې. دې سیالیو کې د اسلامي همکاریو سازمان، غړو هیوادونو استازو په درې کسیزو ډلو کې له ۱۷ څخه تر۲۳ کلنې عمر پورې ونډه اخیستې وه.

رڼا پوهنتون © 2024-03-28 14:57:38