دعلمي مرستیال پیغام
وړې زده کړې د هر هېواد اساس او بنسټ جوړوي او له نېکمرغه رڼا
پوهنتون دا پل ایښی دی، رڼا پوهنتون د لوړو زده کړو په ډګر کې (د
پوهې ترلاسه کولو) په نوم پيژندل شوی دی او له پیل مهاله ۱۳۸۷یې د
وړتیاو د ځلوونې لپاره هر اړخیزې هلې ځلې کړي دي، څو ټولنې او په
ځانګړې توګه ځوان کهول ته غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي.
د نوښت په برخه کې مستمر فعالیتونه، زموږ د با تجربه ښوونکو د انعطاف
د انعکاس پایله ده، چې د سوداګرۍ ادارې، کمپیوټر ساینس، حقوقو او
سیاسي علومو، ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځیواو بهرنیو ژبو په ښوونه
او څېړنه کې یې خپل اغېز لرلی دی.
د پوهنتون د لرلید او ماموریت د سرته رسولو په موخه تل هڅه کوو، چې د
پوهنې چمتو کولو، د تفکر پیاوړي کولو، نوښت او رهبرۍ کې مخکښ اوسوو،
حقیقت کې دا چاره د ټولنې او اقتصاد، پرمختګ کې مهم رول لوبوي. د
سیمې په کچه نور و پوهنتونونو او تحصیلي مؤسسو سره زموږ همکاري، ګډ
کار او سالمه سیالي د ښوونیزې فضا د پراختیا په موخه دي ، چې په
حقیقت کې دملت پانګه او سرمایه ده.
پر دې سربېره باوري یو، چې د ښوونې او روزنې تر منځ هیڅ پوله شتون نه
لري، اوس که چیرې خپلې موخې ته د رسېدو او پوهې ترلاسه کولو په هڅه
کې یاست نو! دا نوې تجربه رڼا پوهنتون کې پیل کړئ.
محمد ابراهیم "زاهد"
د رڼا بوهنتون علمي مرستیال
رڼا پوهنتون
کابل -افغانتسان