English دری پشتو

پوهنتون رنا

اخبار

ننګرهار ولایت ته د رڼا پوهنتون محصلینو علمي – فرهنګي سیر

March 01, 2020


د روان کال د کب په ۷ مه د رڼا پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو څخه یو شمیر محصلین د یوه علمي- فرهنګي سیر په موخه ننګرهار ولایت ته ولاړل. د دې علمي- فرهنګي سیر په ترڅ کې چې د دې پوهنتون د فرهنګي مشاوریت لخوا تنظیم شوی و، محصلینو لومړی د ننګرهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه. د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د دې محصلینو تود هر کلی وکړ، خپل فعالیتونه او راتلونکې پلانونه یې د یوه پرزنټیشن په توګه شریک کړل. د ننګرهار پوهنتون علمي مرستیال دوکتور کډوال دا سفرونه ډیر ګټور او مهم و ارزول چې په همدې پار یې د رڼا پوهنتون ستاینه وکړه. د دې سیر د ارزښت په پار د ننګرهار پوهنتون ریس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسود وال هم محصلینو سره ولیدل او خپلې ګټورې ویناوې یې شریکې کړي. پوهاند بهسودوال وویل ننګرهار پوهنتون د ټولو افغانانو ګډ پوهنتون دی چې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه زرګونه محصلین( نجونې او هلکان) په کې په بېلابېلو برخو کې په زده کړو بوخت دي د رڼا پوهنتون دویمه لیدنه د مثبت بدولون ټولنې څخه وه چې تللي پلاوي په کمو امکاناتو د هغوی زښتې زیاتې لاسته راوړنې او کړنې د یوه تندیس په ورکولو سره وستایلې. د مثبت بدلون ټولنې مشر ښاغلي استاد عبدالبصیر سباون محصلینو ته له ښه راغلاست وروسته وویل چې په وروستي کال کې توانېدلي دي چې د نیږدې څلویښت میلیونه افغانیو په ارزښت هغه ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي چې اقتصادي ستونزې لري. سباون په خپلو خبرو کې له محصلینو وغوښتل چې خپله انرژي په کار واچوي او د هیواد د ابادونې لپاره په خپله لاس پر کار شي. هغوی خپلې کړنې او فعالیتونه د یوه پرزنټیشن په توګه شریک کړل. دغه راز د رڼا پوهنتون محصلینو د ننګرهار ولایت له هر اړخیز وضعیت او حکومتولۍ څخه د خبرېدو په موخه د ننګرهار ولایت له والي ښاغلي شاه محمود میاخیل سره ولیدل، ښاغلي والی محصلینو سره د یاد ولایت په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل او د رڼا پوهنتون د محصلینو سفر یې د ملي وحدت د تامین، فرهنګي او علمي تجربو د شریکولو او په هیواد کې د ولسي ډاډ رامنځته کېدو لپاره ډير ګټور وباله او مننه یې وکړه. د ننګرهار والی دسولې اړوند یوه- یوه ټولګه محصلینو ته ډالۍ کړه چې د رڼا پوهنتون لخوا هم ښاغلی میاخیل په یوه تندیس سره وستایل شو د رڼا پوهنتون محصلینو په دې علمي- فرهنګي سیر کې په ننګرهار ولایت کې د ناکامورا لخوا د جوړ شوي پارک او سمسور شوې ځمکې څخه هم لیدنه کړه چې محصلینو ترې د هیواد د ابادونې لپاره ښه پيغامونه واخیستل. رڼا پوهنتون د ټولنې د سوکالتیا او نیکمرغۍ لپاره ژمن دی او په راتلونکې کې به هم دغه راز بیلابیلې برنامې او سیرونه ولري.

دانشگاه رنا ©