December 17, 2020
د رڼا پوهنتون د (فکر ماڼۍ) په پرانېست غونډه کې، چې د روان کال د لېندۍ میاښت په (۲۵) نېټه په لاره اچول شوې وه، د رڼا پوهنتون رهبرۍ، علمي پلاوې او زده کړیالانو په کې ګدون کړې ول. د رڼا پوهنتون د علمي او تدریسي چارو مرستیال سید مصطفی سعیدي د یاد مانې، د پتۍ پرېکولو پر مهال وویل: «رڼا پوهنتون تل هڅه کړې تر څو په ملي پریکړو او بدلونونو کې شکېل ووسي او موږ په خپلو محصلینو کې دا وړتیاوې وینو او د هر ډول مادي او تخنیکي له اړخه چمتو یو، چې د دوي اغېزمنې طرحې او فکرونو ته په دې ځای کې وده ورکړو.» د رڼا پوهنتون په انکړ کې نوی جوړ شوی،کوچنی خونه (د رڼا د فکرونو ماڼۍ) تر نامه لاندې د شبکې جوړونې، محصلانو تر منځ بحثونه، د نظریو وړاندې کول ، نظریې ورکول او د نظریې پراختیا په موخه به ترې ګټه واخیستل شي. #تاسوکولای_شئ
دانشگاه رنا ©