د يونسکو د يو ويشتمې پېړۍ د لوړو زده کړو نړۍ لید، غوره پوهنتون په لاندې توګه پېژني:
هغهځای، چې مهارتونه، نوښت، پنځونه او په زده کړو کې کارموندنه په کې له لوړو زده کړو د فاغانو د تسهیل او پر کار مونکو د بدلېدو په موخه وده مومي.))د رڼا دخلاقیت مرکز اصلي رسالت دا دی چې ،د نویو مفکورو ملاتړ ان تر هغه مهاله وکړي څو بازار ته پر وړاندې کېدونکي وړ محصولاتو واوړي.
نو له دې کبله، مرکز د تکړه او نوښتګرو خلکو ملاتړ په موخه - د ټکنالوژۍ د پرمختګ له نظره د وړ ملاتړ فرصت موندنې له لارې دنویو مفکورو د ودې او روزنې زمینه د لومړني ګام په توګه برابروي. هیله ده چې د دې مرکز کړنې به د هېواد د تکړه، ځوانانو ، پنځوونکو او کارموندونکو ځوانانو د وړتیا ځلونې لامل شي.
د خلاقیت او نوښت په برخه کې ځانګړي ځای ته لاس رسي او د نوښتګرو او خلاقو خلکو پېژندنه او وده ، د اختراعاتو په ثبتولو کې مرسته، په نړیواله کچه د اختراعاتو په سیالیو کې ونډه ، د اختراعاتو سوادګریزکول او د ټولنې دستونزو هوارول د دې مرکز له غوښتنو څخه دي.
د مخترعینو د مادي او معنوي حقوقو ملاتړ، څېړنیزو کړنو او هېوادنیو اړتیاو پر لور د مختر عینو او مفکورو درلودونکو لارښوونه د دې مرکز ماموریت دی، دې موخې ته د رسېدا په پار لاندې ارونه مهم ګڼل کیږي.
د یادونې ده چې دې مرکز ترې دمهاله د ښاغلي مصطفی رضايي پر مشرۍ لاندې ویاړونه خپل کړي دي.
رڼا پوهنتون © 2023-09-30 17:22:27