English دری پشتو

پروګرام

لیسانس

لیسانس په ژورنالیزم او عامه ارتباطاتو کي

رسنۍ په ننۍ نړې کې د ټولنې نه بیلدونکې برخه نومول شوې، د ځینو په اند رسنۍ د اتوم بم په کچه ځواک لري، سیاستوال یې د ولس واکه نظامونو څلورم رکن بولي، نو له دې امله د رسنیو کار افغانستان غوندې ټولنه کې چې په بې کچه توګه د کورنيو او نړیوالو مسایلو سره لاس او ګریوان دی ډیر با ارزښته دی، د رڼا پوهنتون د ورځپاڼه لېکنو پوهنځي په هېواد کې د نورو ورځپاڼه لیکونکو بنسټونو سره ډېر توپیر لري، په تخصصي توګه د دې څانګې تدریس، زده کوونکو ته یواځې د اطلاعاتو ورکول او د یو مسلکي ورڅپاڼه لیکونکي روزل نه دي، بلکې پر دې سربېره په دې هڅه کې یو چې ټولنې ته يو ښه رسنیز څيړونکی او کره کتونکی وړاندې کړو، له همدې کبله زیاته دوره برخې تخصصي مضامین او درېیمه برخه یې تیویک او اساسي مضامین غوره شوي دی، څو ټولنې داسې انسانان وړاندې کړو چې هم د پوهې پر ګاڼه سمبال وي او هم روزل شوی او زغم لرونکی وي، رڼا پوهنتون خپلې ژمنې ته پام سره د افغان ټولنې د رغونې په پار د ژورنالېزم پوهنځي په دوه څانګو(راډیو او تلویزیون او عامه اړیکو ) کې رامنڅته کړی دی.

د تخصص فرصتونه

د پنځم سمستر تر بشپړولو وروسته لاندې تخصصونه لرلای شي.

  1. د راډیو- تلویزیون ورځپاڼه لیکونکي: چې لیکوال، چلونکي، نطاقان او پروګرام جوړونکي ترې فارغيږي.
  2. عامه اړیکې: چې ویناوال، د اړیکو، نشراتو، تبلیغاتو او تشریفاتو کارپوهان چې دولتي او خصوصي سازمانونه ترې استفاده کوي.

د داخلې شرایې

  1. پر شرایطو برابر محصل باید د پوهنې وزارت لخوا تایید شوې د دولستم ټولګي بری لیک او یا دهغه معادل مدرک ولري.
  2. محصلین باید پر ملي ژبو تسلط ولري.

د پروګرام جوړښت

د ژورنالېز او عامه اړیکو پوهنځي دلسانس سندد ترلاسه کولو لپاره باید پر شرایطو پوره محصل لاندې واحدونه تر لاسه کړي
پوهنځی ژورنالېزم او عامه اړیکې
د تاسیس کال 1391
ټول واحدونه 140
دیپارتمنتونه
  • راډیو او تلویزیون
  • عامه اړیکې
دعمومي مضمونونو واحدونه 16واحدونه
د بنسټیزو مضمونونو واحدونه 32واحدونه
د اساسي مضمونونو واحدونه 64واحدونه
د تخصصي مضمونونو واحدونه
  • راډیو او تلویزیون
  • عامه اړیکې

16واحدونه
16واحدونه
مونوګراف 6واحدونه
ټول واحدونه 140واحدونه

تحصیلي نصاب

لومړی سمستر دویم سمستر
پارسي(دستور) پارسي( لیکنی سمون)
پښتو(دستور) پښتو(لیکنی سمون)
اسلامي ثقافت(نړۍ لید) اسلامي ثقافت( فرهنګ او تمدن)
د ورځپاڼه لیکنې ارونه(خبرلیکنه) ورځپاڼه لیکنه2( مرکه)
د انځور اخیستنې ارونه د فلم اخیستو ارونه
د اړیکو ارونه او وسایل اساسي حقوق
ټولنپېژندنه د نړۍ معاصر تاریخ
د افغانستان معاصر تاریخ د انګلیسي بنسټ
درېیم سمستر څلورم سمستر
ادبي فنون(بدیع، بیان او معاني) ادبي تیوري ګانې
دسیاست بنسټ د اقتصاد بنسټ
اسلامي ثقافت(سیاسي نظام) اسلامي ثقافت(اقتصادي نظام)
د ورځپاڼه لیکنې اصول3(ګزارش لیکنه) څېړنیزه ورځپاڼه لیکنه
رسنزه لیکوالي پرلیکه ورځپاڼه لیکنه
د افغانستان د رسنیو تاریخ د نړۍ درسنیو تاریخ
د ورځپاڼه لیکنې مسلکي ژپه سیاسي جغرافیه
په ټولنیزو علومو کې څېړنې لار ټولنیزه ارواپوهنه
پنځم سمستر شپږم سمستر
د نړیوالو اړیکو ارونه د عامه اړیکو آرونه
د مدیریت اصول اعلان او رسنیو کې یې اغېز
د فلسفې مباني د رسنۍ نیوکه او ټولنیز اغیز
د ورځپاڼه لیکنې اخلاق د ورځپاڼه لیکنې حقونه
عمومي اندونه او تبلیغات د رسنې جوړښت او مدیریت
د اړیکو ټولنپوهنه د رسنۍ لید
د ژپاړې آرونه کمپیوټر(پریمیر)
کمپیوټر(کول ایډیټ) نړیوال سیاسي اقتصاد
اوم سمستر(مسلکي راډیو ټلویزیون) اتم سمستر
د راډیو تخنیک د ټلویزیون تخنیک
د راډیویی پرواګرامونو جوړونه د تلویزیوني خپرونو تولید
رسنیو کې د څېړنې بڼه خپرنیز پلان
رسنیو کې د تحلیل محتوا د خبرکره کتنه
نمایش لیکنه د راډیو تلویزون تصحیح او تدوین
ویناوالي او د بیان فن پای لیکنه
کمپیوټر(ډیزاین)
اوم سمستر(مسلکي عامه اړیکې) اتم سمستر(مسلکي عامه اړیکې)
اړیکو کې دڅېړنې بڼه نړیوالې اړیکې
انساني اړیکې سیاسي اړیکې
سازماني اړیکې پایله لیکنه
دکارونې عمومي اړیکې د پراختیااړیکې
مارکېټ موندنه د اړیکو نوي نوښتونه

د پروګرام فیس

رڼا پوهنتون © 2024-03-29 12:21:04