English دری پشتو

رڼا پوهنتون

لرلید

د رڼا پوهنتون د تحصیلي فراغت پنځم جشن تر سره شو.

December 18, 2019


د رڼا پوهنتون د څلور ګونو پوهنځیو څخه ۴۹۰ تنو محصلینو د روان کال د لړم په ۲۴مه خپل فراغت جشن کې ونډه  واخیسته.

په دې جشن کې چې د رڼا پوهنتون رهبري او علمي پلاوي، محصلینو او د هغوی کورنیو په کې ونډه اخیستې وه، هغوی د څلور کلنو خواریو او ستونزو ګاللو وروسته د غه خوښۍ د ژوند د سترې لاسته راوړنې په توګه ونمانځلې .

د افغانستان د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونونو د ا تحادیې او رڼا پوهنتون ريس دوکتور شفیع الله نعیمي، ځوانان د ټولنې د پرمختګ مهم آر وباله، له فارغ شویو محصلینو او د هغوی له کورنیو یې مننه وکړه او د هېواد د مهمې اړتیا په توګه یې ورته د زده کړو د دوام وړاندیز وکړ.

د رڼا پوهنتون علمي مرستیال سید مصطفی سعیدی په خپلو خبرو کې وویل، چې رڼا پوهنتون له هماغه پیله(۲۰۰۹ز) تل په دې هڅه کې دی چې د ګران هیواد علم پال او غیور ملت ته، د نن ورځې له اړتیاوو سره سم په معیار برابرې زده کړې د مجرب او مسلکي کدر لخوا وړاندې کړي، چې له نېکمرغه رڼا پوهنتون خپلې دې هیلې ته رسېدلی او زرګونه ځوانان یې دعلم په ګاڼه سمبال په ځانګړې ژمنتیا او تخصصي توګه د ټولنې بشري سرچنیو ته وړاندې کړي دي.

ښاغلي سعیدي په خبرو کې، د رڼا پوهنتون دویم ۵ کلن ستراتیژیک پلان، د اعتبار ورکولو او کیفیت تضمین پروسې څخه د لوړو نومرو ترلاسه کول، د درسي نصاب ارزونه او تجدید او د رڼا پوهنتون څیړنیز مرکز د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

فارغ شوو محصلینونو په خپلو خبرو کې د رڼا پوهنتون له رهبري، استادانو او کارمندانو مننه وکړه او دې پوهنتون کې یې دماسترۍ برنامې د پیلېدو غوښتنه وکړه، دغه راز یې د لوړوزده کړو پر وزارت غږ وکړ چې د دوی  د دې غوښتنې برخه کې لازمه مرسته وکړي.

د رڼا پوهنتون علمي پلاوي لخوا ریحان برومند د ژونالیزم ، عزیزه ایوبي د حقوقو اوسیاسي علومو، اجما صفا د اقتصاد او عایسه نور د کمپیوتر ساینس پوهنځيو څخه د سرو زرو  تمغې د ګټونکو په توګه و پيژندل شول.

۴۹۰ تنو فارغ شویو محصلینو د لوړې مراسمو کې سوګند یاد کړ او ژمنه یې وکړه چې، د خپلو ترسره کړو زده کړو څخه به د هیواد او هیوادوالو د چوپړ او سوکالتیا لپاره کار اخلي.

رڼا پوهنتون ویاړي چې ډيری فارغ شوي محصلین یې په نړیواله او ملي کچه په لوړو موقفونو پر دندو بوخت دي.

#رنا_شکوفایی_استعداد‌ها

رڼا – د وړتیاو- ځلا

رڼا پوهنتون © 2024-04-26 07:21:26