English دری پشتو

رڼا پوهنتون

لرلید

د رڼا پوهنتون روغتيايي کتنځي او بهزاد طبي کمپلکس تر منځ د همکارۍ تړون لاسليک

November 05, 2025


د رڼا پوهنتون روغتيايي کتنځي، د دې پوهنتون کارمندانو او محصلانو ته د روغتيايي خدمتونو د اسانولو لپاره د بهزاد طبي کمپلکس سره د ګډې همکارۍ تفاهم‌ليک لاسليک کړ. د دې تفاهم‌ليک موخه د روغتيايي خدمتونو په زمينه کې د دوه اړخيزو مرستو زياتول او غوره روغتيايي خدمتونو ته د رڼا پوهنتون د محصلانو او کارمندانو لاسرسى دى. د دې تفاهم‌ليک پر اساس به بهزاد طبي کمپلکس د رڼا پوهنتون د روغتيايي کتنځى سره خپله همکاري پيلوي او د کارمندانو، محصلانو او د هغوى د کورنيو لپاره به ځانګړى تخفيف په پام کې نيسي. دا اقدام د رڼا پوهنتون د کارمندانو او محصلانو د روغتيا لوړونې او د هېواد د روغتيايي او علمي بنسټونو تر منځ د مرستو پياوړي کولو لپاره اغېزناک ګام ګڼل کېږي.

رڼا پوهنتون © 2025-11-22 14:12:09