English دری پشتو

رسنۍ

له بزګرۍ تر زرګرۍ

content
2018-03-03

د لوګر ولایت ځایې اوسیدونکو ‌ډونال ټرمپ ته د شجاعت مډال ډالۍ کړ.

د لوګر اوسیدونکو د مډال جوړولو تصمیم په داسې حال کې نیولی چې د امریکا ولس‌مشر ډونال ټرامپ د ۲۰۱۸ کال په لمړۍ نیټه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو» مونږ پاکستان ته ملیاردونه ډالره ورکوو، خو هغوئ په ورته وخت کې د هغو تروریستي ډلو کوربتوب کوي چې کلونه یې مونږ پرو‌ړاندې جنګیږو».

او پر پاکستان‌یې خپلې مرستې وځنډولې، چې د ټرامپ دې کړنې د پاکستان تند غبرګونونه راوپارول؛ خو دافغانستان خلکو د ټرامپ ددې کړنې ستاینه وکړه؛ چی د لوګر ولایت اوسیدونکو ددې خوشحالۍ داظهار په ترڅ کې ټرامپ ته د مډال جوړولو هوډ وکړ.

سیدفرهاد اکبري د لوګر ولایت قومي مشر وایي چې» دوه اونۍ وړاندې د لوګر ځایي اوسیدونکي او بزګران د پل‌علم ښار ته راټول او د مډال د جوړولو لپاره یې د وس مطابق ۴۵ زره افغانۍ ټولې کړې.

اکبري زیاته وي چې په ټولو شویو پیسویی د ولایت له ښار څخه  ۱۵ ګرامه سره زر و پیرودل چې بیا ځایي اوسیدونکو ترې د شجاعت مډال جوړ کړ، چی ښایی دا مډال په افغانستان کې د آمریکا سفارت له لارې اصلي څښتن (ټرامپ) ته ورسیږي.

خو د مډال د جوړولو د پلان اصلي طراح سیدفرهاد اکبري اوس له ډیرو تهدیداتو سره مخامخ دی، اکبری بي‌بي‌سي ته ویلي چې په وروستیو کې یې تهدیدات دومره زیات شوي چې د دولتي ساتونکو په شتون کې یې هم اولادونه په ډاډ سره ښونځي ته نشي تلی.

په ورته وخت کې بیا د افغانانو دا خوشحالي د پاکستان له خوا ونه زغمل شوه، او افغان کډوالو ته یې د یوې میاشتې په اوږدو کې له پاکستان څخه د وتلو خبرداری ورکړ.


سبحانالله زاهد

رڼا پوهنتون © 2024-05-02 19:02:17