English دری پشتو

رسنۍ

زه څوک یم

content
2018-02-28

ددې پوښتنې په هکله فکر وکړئ، یو کلیدي پوښتنه وړاندې کوو. همدا اوس له ځانه وپوښتئ او هڅه وکړئ هرو مرو ورته ځواب پیداکړئ ، ځکه دا ځواب زموږ او ستاسو په برخلیک ټاکلو کې ښه رول لوبولی شي.
ایا سرلاري یو که لارويان؟ ایا قرباني یو که نفوذ لرونکي او اغیزناک؟ ایا هغه څوک یو چې تل د پرمختګ په فکر کې وي که د پلمو لټولو؟ ایا له تېرو پېښو څخه عبرت اخیستونکي یو او که غافل؟ ایا د خپل هویت د ساتلو په فکر کې یو کې بې تفاوته؟ ممکن ځینې وخت له کتاب لوستو لاس واخلو او دا پوښتنه ځواب کړو چې زه څوک یم؟
د ځان په وړاندې د ځان ستاینه څه ډول وکړو، ترڅو پخپل وجود کې په ناخوداګاه شیانو پوه شو، ترډېره په هغو باورونو نه پوهېږو، چې په خپل هویت کې یې لرو. رښتیا دادي چې زموږ سلوک په بشپړه توګه زموږ د باورونو تر تاثیر لاندې دی.
مثال: د ځان یا کوم ملګري په هکله زموږ باورونه له هغو سره زموږ د چلند ښکارندويي کوي.
هغه باورونه چې د ځانګړو خواړو په هکله یې لرو دا پوښتنه پیدا کېږي، چې ایا دا خواړه به وخورم که نه؟. په ټوله کې هغه باورونه، چې د خلکو په وړاندې یې لرو زموږ د اړیکو په ټولو اړخونو باندې تاثیرات اچوي.
هغه باورونه چې د ځان په هکله یې لرو تر ټولو قوي باورونه دي او ددې باورونو اصلي موخه زموږ توانايي ښودل نه، بلکې د خپل هویت د څرنګوالي په ډاګه کول دي، ځکه د سلوک څرنګوالی زموږ توانايي نه بلکې زموږ هویت ته شکل ورکوي.
راځئ چې د هویت د معنا روښانولو لپاره درته یو کیسه وکړم، دغه کیسه د چونګښې او لړم په نامه یادیږي.
یوه ورځ یو لړم غوښتل چې له یوه سیند څخه تېر شي او له خپلې کورنۍ سره وګوري، کله چې لړم اخوا دېخوا وکتل، نو یو چونګښه یې ولیده ، فکر یې وکړ بیا یې چونګښې ته غږ کړ:
سلامونه چونګښې، زه لړم یم! او غواړم د سیند بلې خوا ته واوړم او خپله کورنۍ ووینم. که پر ما یو احسان وکړې او خپل منزل ته مې ورسوې؟ یوازې له سیند مې هغې غاړې ته واړوه.
چونګښې وویل: شرمېدلې یم او داسې کار نه شم کولای.
لړم وپوښتل ولې؟
چونګښې ځواب ورکړ: ته یو لړم یې، او لړمان تل چونګښې چیچي، ته به مې د سفر په نیمه لار کې وچیچې او په سیند کې به ډوبه شم.
لړم د چونګښې په لور وکتل او دا خبره یې ورغبرګه کړه، چونګښې ! ایا ته دا فکر نه کوې، که د اوبو په منځ کې زه تا وچیچم، نو له تاسره به یوځای زه هم په اوبو کې ډوب شم؟ نو زه درسره ژمنه کوم، چې داسې هېڅ کار به نه کېږي.
د لړم په دې خبرې سره چونګښه چوپه خوله پاتې شوه، ډېره ښه ده، راځه په شا شه. په دې سره دواړه په اوبو ور ګډ شول، په لامبو وهلو یې پیل وکړ او د سیند بلې غاړې په لور روان شو.
د ویلو نه ده، تر اوسه لا چونګښه د اوبو منځ ته نه وه رسېدلی، چې لړم وچیچله. چونګښه د لړم له دې کاره خواشینی شوه، په داسې حال کې چې د ډوبېدو په حال کې وه، د لړم په لور یې مخ کړ ا و وویل:
زما هېڅ باور نه راځي، چې تا ولې داسې ناځواني وکړه؟ که ته پوه وای نو داسې کار دې نه کاوه، ځکه اوس به له ما سره یوځای ته هم مړ شې.
لړم ځواب ورکړ، دا چې لړم یم نو ځکه چونګښې چیچو!
دا کیسه د یو ستر ځواک په توګه په انساني شخصیت تاثیرات اچوي، زموږ تر ټولو مهمه شخصي اړتیا له له هویت سره زموږ د سلوک او چلند ورته والی دی. که ژوند کوو، نو سلوک باید له هویت سره سازګار کړو.
د خپل هویت او څرنګوالي په هکله زموږ باورونه یو داسې چوکاټ رامنځته کوي، چې ټول ژوند د دې چوکاټ په محدوده کې تېر کړو، نو موږ ټول باید د خپلو باورونو څارونکي او ساتونکي واوسو. ټول هغه باورونه چې د ځان په وړاندې یې لرو موږ ته ښيي، چې باید کوم کارونه ترسره کړو او له کومو لاس واخلو. خپل باورونه باید په یو ځانګړي چوکاټ کې راټول کړو، او له مخې یې خپل کارونه ترسره کړو.
«په هر کار کې او هر لار کې خوند شته، خو که انسان پرې په یوه منظمه او سمه تګلاره حرکت وکړي، خو برعکس هر څه چې په بې نظمه ډول ترسره کېږي بې خونده او بې ګټې وي، نو انسان باید خپل ژوند په یو ځانګړي چوکاټ کې برابر او خپلو اهدافو ته د ر سېدو لپاره ګټورې لار ې په مخ کې ونیسي.


ژباره:محمد اکبری

رڼا پوهنتون © 2024-04-28 16:03:10