لاریون
2019-01-19
لاریون؛ د حق غوښتلو اوچته نعره!
د خلکو له خوا د سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو خنډونو، ستونزو او ناخوالو په مقابل کې سولیز پاڅون لاریون بلل کیږي؛ چې دې پاڅونکونکو ته لاریون کونکي ویل کیږي، لاریون مشر نه لري او مشري ېي خپله لاریونکونکي کوي.
د اساسي قانون د شپږدیرشمې مادې له حکم سره سم« د افغانستان اتباع حق لري چې د روا او سوله ییزو غوښتنو د تامین لپاره له قانون سره سم بې وسلې غونډې او مظاهرې وکړي».
لاریون د ټولنې د ټولو وګړو ټولنیز حق دی، د ټولنې ټول اوسیدونکي د لاریون په مرسته خپل غږ د دولت تر غوږونو رسوي، او غواړي چې د دولت سربیره د عامه افکار او نړیوالو ټولنو پام هم ځان ته راواړوي.
د لاریون قانون د اساسي قانون د شپږدېرشمې مادې سره سم د ۱۳۸۱ کال دمرغومې میاشتې په نولسمه نیټه د دریو څپرکو او ۲۹ مادو په درلودلو سره تصویب او توشیح شو.
د یاد قانون د دوه ویشتمې مادې سره سم« د ټولنو، مظاهرو او اعتصابونو په وخت کې د هر ډول وسلې وړل منع دي، وړونکی یې نیول کیږي او تر عدلي تعقیب لاندې راځي.
لاریون هغه ټولنيز ځواک دی چې دوام یې دولت د مرګ تر سلګو رسوي!.