د اقتصاد پوهنځی د رڼا پوهنتون په چوکاټ کې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې تأسیس شوی او له هماغه پیل څخه یې هڅه کړې چې د متخصصو او تجربهلرونکو کادرونو پر مټ د اقتصاد د علم په ترویج او ټولنې ته د مسلکي کادرونو پر وړاندې کولو اغېزمن رول ولوبوي.

یاد پوهنځي د خپلو علمي او مسلکي ژمنتیاوو په عملي کولو سره د پام وړ لاستهراوړنې لري. د ادارې او سوداګرۍ، مالي او مدیریت په برخو کې د سلګونو محصلینو په فارغولو سره یې د پوهې او تخصص د پراختیا په برخه کې خپله ونډه ادا کړې ده. همدارنګه، اوس مهال د درېیو درسي وختونو په چوکاټ کې د ۷۶۳ برحاله محصلینو په لرلو سره، د خپلې علمي ژمنتیا څرګند ثبوت وړاندې کوي.
د پوهنځي لنډه مخینه

د اقتصاد پوهنځی د معیاري تحصیلي او څېړنیزو خدمتونو په وړاندې کولو سره هڅه کوي، چې په هېواد کې د اقتصادي او مدیریتي علومو په ډګر کې د یو څېړن محوره پوهنځي په توګه وپېژندل شي.
د اقتصاد پوهنځی د معیاري زده کړو په وړاندې کولو، د کارنده څېړنو ترسره کولو او داقتصادي او مدیریتي پوهې دودولو، د ژمن او متخصص ځواک روزولو د هېواد د علمي ظرفیتونو د لوړولو او ملي اقتصادي خنډونو ته د ځواب ویلو وړتیاوو د لوړولو په برخه کې فعاله ونډه اخلي.
لکه څنګه چې تاسو ښه پوهېږئ، افغانستان تر بل هر وخت ډېر د اقتصاد، سوداګرۍ او مدیریت په برخو کې راتلونکو لیدلورو لرونکو رهبرانو ته اړتیا لري؛ په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې وکولای شي سوداګریز فعالیتونه ښه کړي او په هېواد کې د کار زمینه برابره کړي. رڼا پوهنتون د مسلکي او روزل شویو کادرونو په لرلو سره هڅه کوي چې د سوداګرۍ، مدیریت او اقتصاد په برخو کې د لوړ کیفیت زدهکړې وړاندې کړي، څو د سبا ورځې رهبران د اقتصاد پوهنځي د موخو د تحقق لپاره چمتو شي.
بې له شکه، رڼا پوهنتون د زدهکړې لپاره مناسب چاپېریال او د ودې لپاره مساعد شرایط برابروي. ستره او معنا داره بریا یوازې د استادانو، کارکوونکو او محصلینو د ژمنتیا له لارې ترلاسه کېدای شي. زه ډاډه یم چې د اقتصاد پوهنځی له ټولو اړینو امکاناتو او سرچینو څخه برخمن دی؛ لکه تجربه لرونکی بشري ځواک، د بازار له اړتیاوو سره سم د درسي پروګرامونو برابرول، او د ټولو محصلینو لپاره ټولشموله او هڅوونکي تعلیمي چاپېریال درلودل.
د اقتصاد پوهنځي ټولو محصلینو ته د بریا هیله لرم، د سرلوړي، پرمختللي او هوسا افغانستان په هیله.
د مالي او مدیریت ډیپارټمنټ (BFM) د رنا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي نه بېلېدونکې برخه ده. دا ډیپارټمنټ د...
نور وګورئد سوداګرۍ اداره د اقتصاد له مهمو څانګو څخه ده چې د نړۍ په ډېرو پوهنتونونو کې شتون لري. دا ډیپارټمنټ...
نور وګورئ