Social Media

Rana University Logo
shape

خبرونه

په رڼا پوهنتون کې د «علمي او څېړنیزو مقالو د لیکلو او خپرولو ارزښت» تر سرلیک لاندې سمینار ترسره شو

د رڼا پوهنتون اقتصاد پوهنځي د څېړنې او علمي فعالیتونو د کلتور پیاوړتیا او د محصلینو د علمي وړتیاوو د لوړولو په موخه، د اتم سمسټر محصلینو لپاره د «علمي او څېړنیزو مقالو د لیکلو او خپرولو ارزښت» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره کړ.

نور وګورئ

د «ویناوالۍ هنر او د کلام ځواک» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره شو

د محصلینو ظرفیت لوړونې آمریت له لوري د «ویناوالۍ هنر او د کلام ځواک» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره شو. دا برنامه د محصلینو د اړیکو مهارتونو، پر ځان باور او د ویناوالۍ فن د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه.

نور وګورئ

په رڼا پوهنتون کې د کتاب لوستنې سیالي ترسره شوه

د رڼا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي، د عامه اړیکو آمریت په همغږۍ، د مطالعې کلتور د دودولو، د محصلینو علمي کچې د لوړولو او کتاب لوستنې ته د محصلینو هڅولو په موخه د کتاب لوستنې سیالي ترسره کړه.

نور وګورئ

د کابل اقتصادي مناظره په بریالیتوب ترسره شوه

د رڼا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي، د افغانستان د اقتصادي او حقوقي مطالعاتو مؤسسې په همکارۍ د «کابل اقتصادي مناظره» د «ځوانانو له خوا د کارونو پنځول او په افغانستان کې اقتصادي بدلون» تر سرلیک لاندې په بریالیتوب ترسره کړه.

نور وګورئ

د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې د محصلینو لپاره سمینار ترسره شو

د رڼا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقو څانګې یوه محصل د سزاره بکاریا د رسالې «جرمونه او سزاګانې» تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې کړ.

نور وګورئ

د «اړیکې او د پېرودونکو پر چلند یې اغېزې» تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو

د رڼا پوهنتون اقتصاد پوهنځي د خپلو علمي او ښوونیزو برنامو په دوام، دا ځل د « اړیکې او د پېرودونکو پر چلند یې اغېزې » تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره کړ. د یاد سمینار موخه ګډونوالو ته د اغېزناکو اړیکو په رامنځته کولو کې د اړیکو له مهم رول او د پېرېدونکو پر چلند او لیدلوري او د هغې له اغېزو سره بلدتیا ښودل شوې ده.

نور وګورئ

د کتابتون فعاله محصلین وستایل شول

د رڼا پوهنتون علمي معاونیت او د کتابتون آمریت هغه ډله فعاله محصلین وستایل چې د مطالعې او څېړنې په برخه کې لېوالتیا لري.

نور وګورئ

په رڼا پوهنتون کې د «سالمې تغذیې» ترسرلیک لاندې سمینار ترسره شو

د رڼا پوهنتون روغیتايي مرکز د محصلینو د روغتیايي پوهاوي کچې د لوړولو په موخه د «سالمې تغذیې» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره کړ. دا سیمنار د یو شمېر محصلینو او کارمندانو په ګډون ترسره شوه، چې په کې د متوازنې تغذیې پر اهمیت او د هغې د فزیکي او ذهني روغتیا په رول خبرې وشوې.

نور وګورئ

د «نفت او په نړیوال سیاست کې یې جیوپولیټک ځای) ترسرلیک لاندې سیاسي شننه ترسره شوه

د رڼا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د څانګې په نوښت د « نفت او په نړیوال سیاست کې یې جیوپولیټک ځای » تر سرلیک لاندې سیاسي شننه ترسره شو.

نور وګورئ

د کمپيوټرساینس پوهنځي محصلینو د Asia Consultancy Group (ACG) شرکت څخه لیدنه وکړه

د رڼا پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځي محصلینو د خپلو علمي-عملي برنامو په لړ کې دا ځل د Asia Consultancy Group (ACG) شرکت څخه لیدنه وکړه. د دې برنامې موخه له مسلکي کاري چاپېریال سره بلدیتا او د نظري پوهې او عملي کارونې ترمنځ د اړیکو پياوړتیا ښودل شوې ده.

نور وګورئ