Social Media

Rana University Logo
shape

کیفیّت ښه والی

  • کور
  • کیفیّت ښه والی

په اړه

د افغانستان د لوړو زده کړو د ستراتیژۍ له مخې، د هېواد ملي پراختیا هغو هڅو پورې تړلې ده، چې د لوړو زده کړو د یوه باکیفیته او ګټور سیستم د جوړولو په موخه ترسره کېږي. یاد وزارت په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د لوړو زده‌کړو د کیفیت لوړولو په موخه د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست رامنځته کړ. دغه ریاست د دولتي او خصوصي لوړو زده‌کړو بنسټونو لپاره داسې معیارونه طرحه کړل، چې معاصر علوم، نوی ښوونیز سیستم او باکیفیته زده‌کړې تضمینوي.

د کیفیت لوړولو آمریت په ۱۳۹۲ کال کې د رڼا پوهنتون د علمي معاونیت تر نظر لاندې رامنځته شو، دغه آمریت د کیفیت لوړولو اړوند ټول فعالیتونه لکه: د پلانونو پر جوړولو او پلي کولو څارنه، د تدریس ارزونه، د پوهنتون علمي او اداري چارې، د محصلینو چارې او د خدمتونو او اسانتیاوو څارنه پر غاړه لري.

د کیفیت لوړولو آمریت هڅه کوي، چې د پوهنتون ټولې چارې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیتاو اعتبار ورکولو ریاست له معیارونو او د ټولنې له اړتیاوو سره سمې برابرې کړي، ترڅو مثبتې پایلې لاسته راشي.


لیدلوری

د کیفیت لوړولو آمریت د تضمین کیفیت او ملي اعتبار ورکولو د معیارونو د بشپړ پلي کولو له لارې (لکه: د څېړنې کیفیت، ښوونه، د استادانو او کارکوونکو د ظرفیت لوړونه، تړونونه او خدمتونه) هڅه کوي چې رڼا پوهنتون په هېواد کې د یوې معتبرې او څېړنیزې اکاډمیکې ادارې په توګه وپېژندل شي.

رسالت

د کیفیت لوړولو آمریت ژمن دی، چې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو له چوکاټ سره سم په علمي-څېړنیزو، تحصیلي او خدماتي برخو کې او همدارنګه د کارکوونکو او استادانو د ظرفیت لوړولو لپاره له ټولو شته فرصتونو او اسانتیاوو څخه په غوره توګه ګټه پورته کړي.