Social Media

Rana University Logo
shape

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د بشري علومو له مهمو او جذابو څانګو څخه ګڼل کېږي. دا اغېزناک علمي پوهنځی د ټولنې او دولت د مدیریت له بهیر سره مستقیم تړاو لري، نو څکه تر ډېره ځيرک او نوښتګر محصلین ځان ته را جذبوي. د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته لېوالتیا هم د هغې د اغېزمنتیا او هم د ملي او نړیوال ټولنیز موقف له امله، ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی.

دغه علمي پوهنځی هغه مخ پر ودې هېوادونو لکه افغانستان، چې د تاريخ په اوږدو کې د قانون‌پالنې له ننګونو او سياسي بې‌ثباتۍ سره لاس او ګرېوان پاتې شوی، ځانګړی اهمیت لري او کولای شي د بدلون او ثبات په بهیر کې مهم رول ولوبوي. له همدې امله، د دې پوهنځي جوړښت، موخې او مأموریتونه باید د څانګې د اهمیت او ټاکل شویو موخو له کچې سره سم طرحه او تنظیم شي، تر څو مطلوبو پایلو ته رسېدل ممکن شي.

د پوهنځي مخینه

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی له هغو علمي او اداري واحدونو څخه شمېرل کېږي، چې د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د رياست د کمېسيون د ۱۹/۱۱/۱۳۸۹ نېټې د پرېکړې او د لوړو زده کړو وزارت د ۲۰/۱۱/۱۳۸۹ نېټې د حکم پر بنسټ، د رڼا پوهنتون په چوکاټ کې خپل فعاليت پيل کړی دی. دغه پوهنځی تر ۱۴۰۲ لمريز کال پورې د خپلو محصلینو د اتمې دورې د فراغت نمانځنه کړې ده.

دا پوهنځی، د هر سمسټر په بهير کې د ګڼو بالمقطع استادانو ترڅنګ، له داسې متخصصو او ژمنو علمي کادرونو څخه برخمن دی، چې د حقوقو، سياسي علومو او نړيوالو اړيکو په برخو کې د ماسټرۍ او دوکتورا ترکچې زده کړې لري او د فعاليت له پيل څخه یې تر اوسه پورې، دې پوهنځي سلګونه ژمن متخصص ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي دي.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی يو معاصر درسي نصاب لري، چې په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د سيمه‌ييزو او له سیمې ور هاخوا هېوادونو د تحصيلي معيارونو پر بنسټ ترتيب شوی او په ۱۳۹۹ لمريز کال کې د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو په واک کې ورکړل شوی دی. د رڼا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی ویاړي چې له ۱۳۹۹ لمريز کال راهيسې یې تر اوسه دغه نصاب په برياليتوب سره پلي کړی دی.

د پوهنځي موخې

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د معیاري لوړو زده کړو وړاندې کولو، پرمختللو څېړنو او ګټورو ټولنيزو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې د محصلینو، د علمي هيئت غړو او کارکوونکو لپاره يو فعال، اغېزمن او غوړېدلی تحصیلي چاپېريال رامنځته کړي.

موږ د حقوقو او سياست په اړه د ژورې پوهې او علمي درک د ترويج، د ټولنيز عدالت د پياوړتيا، او د پېچلو حقوقي او سياسي ستونزو د علمي او مسلکي حل لارو موندلو ته ژمن يو، څو ټولنې ته وړ، باخبره او مسؤل کادرونه وړاندې کړو.

زموږ موخې عبارت دي له:

1. د افغانستان د معاصرې ټولنې د اړتياوو په پام کې نیولو سره د حقوقو او سياسي علومو په برخو کې د بېلابېلو، معیاري او باکيفيته تحصیلي پروګرامونو وړاندې کول.

2. د محصلینو هڅول څو حقوقي او سياسي نظريې د نويو مسئلو له مخې تحليل کړي.

3. د حقوقو او سياسي علومو په برخو کې د څېړنو او علمي مطالعاتو پياوړتيا په موخه د پوهې او نويو مفکورو لوړول.

4. د علمي هيئت غړو او محصلینو ترمنځ د نظر تبادلې او ګډې همکارۍ لپاره د مناسب علمي چاپېريال رامنځته کول، څو د پوهې او څېړنې بهير لا پراخ شي.

5. په زده کړه، څېړنه او ټولنيزو خدمتونو کې د اخلاقي او انساني ارزښتونو ترويج او پياوړتيا.

6. د هېواد دننه او بهر له نورو پوهنځيو، څېړنيزو مرکزونو او اړوندو بنسټونو سره د علمي همکاريو پراخول، څو د پوهې تبادله اسانه شي.

د دغو موخو په تحقق سره به د رڼا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د حقوقو او سياسي علومو په ډګر کې د يو مخکښ تعليمي او څېړنيز مرکز په توګه نړيواله پېژندنه ترلاسه کړي او د ملي او نړيوالو موخو ترلاسه کولو کې به اغېزمنه او فعاله ونډه ولري.

لیدلوری

د رڼا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی هڅه کوي چې د متخصص او ژمن بشري ځواک په درلودلو او د معیاري تحصیلي او څېړنيزو خدمتونو په وړاندې کولو سره، په يو څېړن محوره پوهنځي تبدل شي.


رسالت

د رڼا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د معیاري تعلیمي او څېړنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې فعالیت کوي تر څو د زده‌کړو او څېړنو کیفیت معیاري شي او ټولنې ته مسلکي او ژمن کادرونه وړاندې کړي.

د رئیس پیغام

داکتر کام بخش نیکوی

داکتر کام بخش نیکوی

د پوهنځی رئیس

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی، د لوړو زده‌کړو په ډګر کې د یو مخکښ بنسټ په توګه، د علم د تولید، د علمي ظرفیتونو د لوړولو او د بشري ځواک د روزنې په برخه کې خپل رسالت په ښه توګه ادا کړی دی.

دغه پوهنځي د تجربه لرونکو استادانو او معیاري درسي پروګرامونو په لرلو سره هڅه کړې, چې د محصلینو لپاره یو فعال، علمي او د انتقادي فکر پر بنسټ ولاړ چاپېریال رامنځته کړي، څو هغوی وکولای شي د معاصرو حقوقي، سیاسي او ټولنیزو مسایلو په اړه ژوره پوهه ترلاسه کړي.

په نننۍ نړۍ کې، چې سیاسي، حقوقي او ټولنیز بدلونونه په چټکۍ سره رامنځته کېږي، د پوهنتونونو—په ځانګړې توګه د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځیو—ونډه د علمي پدیدو په تحلیل، د شواهدو پر بنسټ د حللارو په وړاندې کولو او د سالمې حکومتولۍ د بنسټونو په پیاوړتیا کې تر بل هر وخت ډېره برجسته شوې ده.

له همدې امله، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی هڅه کوي چې د بنسټیزو او تطبیقي څېړنو د پراختیا او د څېړنیز کلتور د پیاوړتیا له لارې داسې فضا رامنځته کړي چې د ټولنې او د هېواد د سیاسي نظام اړتیاوو ته اغېزمن ځواب ووایي.

همدارنګه، دغه پوهنځي د ښوونیز کیفیت د لوړولو، له نړیوالو معیارونو سره سم د درسي نصابونو د بیاکتنې، د محصلینو د تحلیلي او عملي مهارتونو د پیاوړتیا، او له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د علمي همکاریو د پراختیا په موخه بنسټیز ګامونه اخیستي دي.

زموږ باور دا دی چې د ښوونې، څېړنې او عمل ترمنځ پیاوړې اړیکه کولای شي د داسې نوي نسل د متخصصینو د روزنې زمینه برابره کړي چې ژمن، باخبره او تاثیر لرونکي وي او د عدالت د تأمین، د قانون د حاکمیت او د

پایداره پرمختګ په لاره کې فعاله ونډه واخلي.

له درنو استادانو، قدرمنو څېړونکو او ګرانو محصلینو څخه هیله لرو, چې د علمي روحیې، مسلکي ژمنتیا او د علمي او څېړنیزو فعالیتونو په ترسره کولو له دې علمي بنسټ سره همکاري وکړي تر څو خپلو لوړو موخو ته ورسېږي.

له شک پرته علمي پرمختګ هغه وخت رامنځته کېږي چې ټول په ګډه هڅه وکړو او علمي، اخلاقي او انساني ارزښتونو ته ژمن پاتې شو.

په پای کې، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د زده‌کړو د کیفیت د لوړولو، د څېړنې د فرهنګ د پراختیا او په ملي او نړیواله کچه د علمي تعاملاتو د پیاوړتیا په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګار کوي او له ټولو علمي، څېړنیزو او ښوونیزو بنسټونو سره د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلانوي.

په درنښت

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ریاست

د څانګو لړلیک

د حقوقو ډيپارټمنټ

د حقوقو ډيپارټمنټ د رڼا پوهنتون له مهمو علمي څانګو څخه شمېرل کېږي، چې د حقوقو په بېلابېلو برخو کې د...

نور وګورئ

د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو دیپارتمنت

د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو څانګه د رڼا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي یو مهم تحصیلي او څې...

نور وګورئ