Social Media

Rana University Logo
shape

د ژورنالیزم پوهنځي

د ژورنالیزم پوهنځي

د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي تل هڅه کړې چې د دغه څانګې محصلینو ته د معیاري علمي زده کړو او عصري مسلکي مهارتونو زمینه برابره کړي او په راتلونکي کې به هم دا هڅې روانې وي.

د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د رڼا پوهنتون په چوکاټ کې تأسيس شوی دی. دغه پوهنځی هڅه کوي داسې متخصص، مجرب او مسلکي کادرونه وروزي چې د عامه پوهاوي، ډله‌ييزې زده کړې، عامه تبليغاتو، ترويج او پر عامه افکارو د اغېز په برخو کې په معیاري بڼه فعاليت وکړي.

ياد پوهنځی د هېواد د بېلابېلو بنسټونو، په ځانګړي ډول د رسنيزو ادارو لپاره د کاري ځواک روزونکی دی، نو د تدريس او زده کړې چاپېريال پکې د وخت د اړتياوو او د ټولنې د ارزښتونو له مخې تنظيم شوی دی. که څه هم دې موخې ته رسېدل اسانه نه و او تل له بېلابېلو ننګونو او ستونزو سره مل پاتې شوی، په ځانګړي ډول په اوسني پړاو کې چې د قانون حاکميت او په ټولنه کې د نظم ټينګښت زموږ د ټولنې له جدي اړتياوو څخه ګڼل کېږي.

د ژورنالیزم پوهنځي اساسي رسالت دا دی چې د ځوان نسل په روزنه کې د ژورنالیزم او رسنيو د بنسټونو اوسنۍ او راتلونکې اړتياوې په پام کې ونيسي؛ څو له يوې خوا د ډله‌ييز پوهاوي، عامه ترويج، تبليغاتو او د ارتباطاتو د وسايلو له لارې د عامه زده کړې په ډګر کې د رسنيو له لاسه وتلی رول بيا احیا کړي او له بلې خوا د يو علمي او اکاډميک بنسټ په توګه خپله علمي او تاريخي وجيبه ادا کړي.

د دې پوهنځي تدريس داسې تنظيم شوی چې متخصص، ماهر او مسلکي کادرونه وروزي او د افغانستان د اړيکو، ژورنالیزم او رسنيو ډګر ته يې وړاندې کړي. دا چاره نه يوازې دا چې د همدې بنسټ دننه عملي پايلې لري، بلکې د ورته نورو بنسټونو لپاره هم د نمونې او لارښوونې حيثيت خپلوي او د اړوندو برخو کې د عملي تطبيق تضمين برابروي.

نظريه د ژورنالیزم لارښود څراغ دی، خو عمل هغه ځواک دی چې دا څراغ روښانه ساتي. له همدې امله د تدريس او مطالعې لارې چارې په دې پوهنځي کې هم په علمي (نظري) او هم په تطبيقي (عملي) بُعدونو ولاړې دي، څو محصلین د پوهې او مهارت دواړو له پلوه بشپړ چمتو شي.



لیدلوری

ژورنالیزم پوهنځی د هېواد په کچه د څېړنې او تولید په برخه کې د غوره مقام د کسب کولو په لټه کې دی.


رسالت

د ژورنالیزم پوهنځی د مسلکي او تجربه‌لرونکو استادانو پر مټ د تدریس او څېړنې چارې پر مخ وړي، د ژورنالیزم او ارتباطاتو پوهې د بومي کولو په برخه کې فعاله ونډه اخلي. دغه پوهنځی د ټولنې لپاره د وړ، مسلکي او کارنده انساني ځواک د روزنې په موخه فعالیت کوي او د خپلو علمي او مسلکي موخو د تحقق په لټه کې دی.


د رئیس پیغام

عبدالصبور غفوري

عبدالصبور غفوري

د پوهنځی رئیس

نړيوالتوب او د بشر د اړتياوو زياتوالی د معاصرې نړۍ نه بېلېدونکې برخه ګڼل کېږي. په يوويشتمه پېړۍ کې ژوند له معلوماتواو اړيکو پرته ستونزمن دی. په بېلابېلو کچو د اړيکو تأمين د اغېزمنو معلوماتي کانالونو شتون ته اړتيا لري او د نننۍ نړۍ ژوند له همدې کانالونو سره هممهاله پر مخ ځي.

ډله‌ييزې رسنۍ د بشري ټولنو د بنسټيز رکن په توګه په بېلابېلو برخو کې فعاليت کوي. ښوونه، پوهاوی او تفريح یې د رسالت مهمې برخې ګڼل کېږي. د رسنيو اغېز په بېلابېلو ټولنيزو او فردي ډګرونو کې څرګند او محسوس دی. هره رسنۍ د خپلې تګلارې او سرې کرښې له مخې کولای شي د فردي او ټولنيزې ودې په بهير کې مهم رول ولوبوي.

افغانستان د نړۍ د يوې برخې په توګه رسنيزو بنسټونو ته جدي اړتيا لري. پوهنتونونه د علمي بنسټونو او مسلکي کادرونو د روزنې د اصلي مرکزونو په توګه مسؤليت لري چې متخصص او ژمن کادرونه وروزي.

د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی، د لوړو زده کړو وزارت له رسمي جواز سره سم، په همدې موخه فعاليت کوي. د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د څو دورو فارغانو په ورکړې، د سلګونو مسلکي خبريالانو په چمتو کولو او نږدې يوې لسيزې علمي فعاليت سره ژمن دی چې ټولنې ته د مسلکي او وړ اشخاصو په وړاندې کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.


د څانګو لړلیک

د راډیو-ټلویزیون څانګه

د راډیو-ټلویزیون څانګه د رسنیو په برخه کې له متخصصو، با‌تجربه او ژمنو استادانو څخه برخمنه ده او د ټل...

نور وګورئ

د َټولیزو ارتباطاتو ډیپارټمنټ

د َټولیزو ارتباطاتو ډیپارټمنټ د رڼاپوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی په چوکاټ کې د ۱۳۹۶ لمریز کال په پسرلي...

نور وګورئ