Social Media

Rana University Logo
shape

د اړیکو علومو لیسانس

د اړیکو علومو لیسانس

د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د اړیکو علومو لیسانس پروګرام محصلین د اړیکو، عامه اړیکو او سازماني اړیکو په برخه کې په نظري او عملي مهارتونو سمبالوي او هغوی د دولتي او خصوصي بنسټونو لپاره چمتو کوي.

د اړیکو دیپارتمنت په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د رڼا پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي په چوکاټ کې تاسیس شو. د دې پروګرام موخه د اړیکو او عامه اړیکو په برخه کې د مسلکي کادرونو روزنه ده. د ژورنالیزم محصلین د شپږم سمستر تر بشپړېدو وروسته کولای شي د اړیکو دیپارتمنت انتخاب کړي او په اووم او اتم سمستر کې د اړیکو تخصصي مضامین ولولي.

په دې پروګرام کې محصلین د اړیکو تیورۍ، د عامه اړیکو اصول، د سازماني اړیکو مدیریت او عصري اړیکیزو تخنیکونو سره بلدتیا پیدا کوي. تدریس په دې دیپارتمنت کې محصل‌محور او څېړنیز دی او د مسلکي استادانو له خوا وړاندې کېږي.

موخې

د اړیکو او عامه اړیکو په برخه کې د مسلکي کادرونو روزنه.

د محصلینو د اړیکیزو مهارتونو پیاوړتیا.

د اړیکو د نويو نظریو او تخنیکونو معرفي کول.

د دولتي او خصوصي ادارو لپاره د متخصصو کادرونو چمتو کول.

په ټولنه کې د اغېزمنو اړیکو فرهنګ پیاوړی کول.

د کار فرصتونه

د اړیکو د لیسانس فارغان کولی شي په لاندې برخو کې کار وکړي:

  1. د عامه اړیکو متخصص
  2. د سازماني اړیکو مدیر
  3. د اړیکو مشاور
  4. د رسنیو او اړیکو کارپوه
  5. د دولتي او خصوصي ادارو د اړیکو مسوول
  6. د اړیکو او اطلاع رسونې د کمپاینونو متخصص