د رڼا پوهنتون د سافټویر انجینرۍ لیسانس پروګرام محصلین د عصري سافټویرونو د ډیزاین، پراختیا او مدیریت په برخه کې په علمي او عملي مهارتونو سمبالوي. دا پروګرام د نظري او عملي زده کړو په یوځای کولو سره د ټکنالوژۍ د بازار لپاره مسلکي سافټویر انجنیران روزي.
د سافټویر انجینرۍ لیسانس پروګرام د رڼا پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له خوا د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د نصاب له مخې وړاندې کېږي. په دې پروګرام کې محصلین د سافټویر د پراختیا، ویب سایټ جوړونې، ډیټابېس ډیزاین، د موبایل اپلیکیشنونو جوړولو او د معلوماتو د تحلیل اړوند بنسټیز مفاهیم او مهارتونه زده کوي.
محصلین د زده کړو په موده کې د سافټویر سیسټمونو د ډیزاین، پراختیا، ازموینې او مدیریت مهارتونه ترلاسه کوي. همدارنګه د نوې برنامې لیکنې ټکنالوژیو، د سافټویر امنیت، د سافټویر پروژو مدیریت او د هوښیار سیستمونو پراختیا سره بلدتیا پیدا کوي، تر څو وکولای شي د ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو کې مسلکي فعالیت ترسره کړي.
د سافټویر انجینرۍ په برخه کې د محصلینو علمي او مسلکي مهارتونه لوړول.
د عصري سافټویر سیسټمونو د ډیزاین او پراختیا زده کړه.
د برنامې لیکنې، سیسټم تحلیل او پروژې مدیریت مهارتونو پیاوړتیا.
د ټکنالوژۍ د بازار اړتیاوو لپاره د مسلکي کادرونو روزنه.
د نوښت او عصري ټکنالوژیو کارونې ته وده ورکول.
د سافټویر انجینرۍ د لیسانس فارغان کولی شي په لاندې برخو کې کار وکړي: