د َټولیزو ارتباطاتو ډیپارټمنټ د رڼاپوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی په چوکاټ کې د ۱۳۹۶ لمریز کال په پسرلي کې تاسیس شوی او هڅه کوي ټولنې ته ژمن، مسلکي او متخصص کادرونه وړاندې کړي. د ژورنالیزم محصلین له شپږم سمسټر وروسته په خپله خوښه د ټولیزو ارتباطاتو څانګه انتخابوي، په اووم او اتم سمسټر کې یواځې د ارتباطاتو اختصاصي مضمونونه لولي.
د َټولیزو ارتباطاتو ډیپارټمنټ د رڼاپوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی په چوکاټ کې د ۱۳۹۶ لمریز کال په پسرلي کې تاسیس شوی او هڅه کوي ټولنې ته ژمن، مسلکي او متخصص کادرونه وړاندې کړي.
د ژورنالیزم محصلین له شپږم سمسټر وروسته په خپله خوښه د ټولیزو ارتباطاتو څانګه انتخابوي، په اووم او اتم سمسټر کې یواځې د ارتباطاتو اختصاصي مضمونونه لولي.
د ارتباطاتو ډيپارټمنټ ۹ دورې چې ۱۵ صنفه کېږي فارغ کړي دي. دغه ډيپارټمنټ د مسوولیت په درکولو سره هڅه کوي تر څو د خپلې رشتې مطابق ټولنې ته خدمت وکړي.
د ژورنالیزم پوهنځي په چوکاټ کې د اړیکو (ارتباطاتو) څانګې اساسي رسالت او مکلفیت دا دی چې ځوان نسل په مسلکي او علمي توګه وروزي او د افغانستان دولتي او خصوصي عامه اړیکو بنسټونو ته یې وړاندې کړي.
د یادې تګلارې له مخې، محصلین له یوې خوا د خپل مسلکي ژوند د پرمختګ لپاره چمتو کېږي او له بلې خوا د افغانستان د دولتي او خصوصي عامه اړیکو بنسټونو په پراختیا او پیاوړتیا کې اغېزناک رول ادا کوي. په دې توګه، د اړیکو څانګه د یوه علمي بنسټ په توګه خپله علمي او انساني وجیبه ترسره کوي.
په دې څانګه کې تدریس د متخصصو کادرونو له لوري ترسره کېږي، چې د ماسټرۍ ترکچې یې زده کړې کړي او دا چاره د دایمي او بالمقطع استادانو له لوري پرمخ وړل کېږي. یاد استادان د علمي تجربې، تخصص او مسلکي ژمنتیا لرونکي دي او هڅه کوي محصلینو ته معیاري او اغېزمنه زده کړه وړاندې کړي.
د ژورنالیزم پوهنځي د اړیکو څانګه د خپلو موخو، لیدلوري او مأموریت د تحقق لپاره ـ چې د ژورنالیزم پوهنځي او رڼا پوهنتون له ستراتیژیکو موخو سره همغږي لري ـ هڅه کړې ده چې د اړیکو په برخه کې متخصص او مسلکي استادان جذب کړي. په دې څانګه کې تدریس څېړنیز او محصلمحور دی او ډېر تمرکز پر محصلینو کېږي. همدارنګه، تدریس په علمي او عملي دواړو بڼو ترسره کېږي، څو محصلین د نظري پوهې تر څنګ عملي مهارتونه هم ترلاسه کړي.
د اړيکو څانګه د سازمانونو د ودې او پراختیا لپاره ژمنه ده، چې د معاصرو علمي لارښوونو پر بنسټ محصلین د عامه اړیکو په بېلابېلو برخو کې وروزي او ټولنې ته يې د مسلکي کادرونو په توګه وړاندې کړي.
د اړیکو څانګه هڅه کوي چې د اړیکو علومو د مسلکي اصولو پر بنسټ د چلندونو د ودې او پراختیا لپاره زمینه برابره کړي. د دغې څانګې موخه داده، چې د اړیکو د نوېو تیوریو او معاصرو تخنیکونو پر مټ داسې متخصص کادرونه وروزي، چې د بازار له اړتیاوو سره سم د دولتي او نادولتي بنسټونو اړتیاوې پوره کړي.