په دې سمینار کې د کاري او سوداګریز چاپېریال په برخه کې د اړیکو پر اهمیت، د اغېزمنو اړیکو پر لارو چارو او د پېرودونکو د باور او رضایت په ترلاسه کولو کې د هغو پر رول بحث وشو. همدارنګه، ګډونوالو د مسلکي اړیکو په بریا او د سوداګریزو فعالیتونو په برخه کې د اړیکو د اغېزو په اړه خپل اندونه او تجربې شریکې کړې.
د دا ډول برنامو جوړول د محصلینو علمي پوهې د کچې لوړولو او د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره ښه فرصت برابروي او دا د اقتصاد پوهنځي هغه ژمنتیا څرګندوي، چې د محصلینو د علمي او عملي وړتیاوو د پراختیا لپاره یې لري.



