دا سمینار د احمد شعیب شېرزاد له خوا وړاندې شو، په دې پروګرام کې د یاد اثر اساسي مفاهیم په تحلیلي بڼه وڅېړل شول او د نوې سیاسي مفکورې په رامنځته کېدو او د حکومتي نظامونو په بدلون کې یې پر رول بحث وشو.
احمد شعیب په متوازن لید سره د حاکمیت، قانون او عمومي ارادې اصطلاحات ښه تشریح کړل او د اسلامي ارزښتونو او بنسټونو تر څنګ یې د دې اثر د مطالعې پر اهمیت ټينګار وکړ، څو محصلین وکولای شي د ژور درک او علمي لیدلوري په مرسته سیاسي نظامونه تحلیل کړي.
دا سمینار په علمي فضا کې ترسره شو او موخه یې د پوهې کچې لوړول، د څېړنې روحیې پیاوړتیا او د محصلینو ترمنځ د مطالعې وده ښودل شوې ده.
این سمینار در فضایی علمی و تعاملی برگزار گردید و هدف آن، ارتقای سطح آگاهی علمی، تقویت روحیه پژوهش و ترویج فرهنگ مطالعه در میان محصلان عنوان شد.



