Social Media

Rana University Logo
shape

د رڼا پوهنتون او د پراختیا لپاره د څېړنو مؤسسې ترمنځ علمي–څېړنیز هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

  • کور
  • خبرونه
  • د رڼا پوهنتون او د پراختیا لپاره د څېړنو مؤسسې ترمنځ علمي–څېړنیز هوکړه ‌لیک لاسلیک شو
د رڼا پوهنتون او د پراختیا لپاره د څېړنو مؤسسې ترمنځ علمي–څېړنیز هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

د دې هوکړه ‌لیک د لاسلیک کولو موخه دا ده، چې د کنفرانسونو، ورکشاپونو او علمي سیمینارونو د ترسره کولو له لارې علمي او څېړنیزې همکارۍ پیاوړې شي, همدارنګه د څېړنو د پراخولو او په مهمو برخو لکه چاپېریال ساتنه، نشه‌ یي توکي، کرنه او نورو اړوندو برخو کې د تطبیقي څېړنو د ترسره کولو زمینه برابره شي.

دا همکاري د علمي ظرفیتونو د لوړولو، د څېړنو د پراختیا او په هېواد کې د څېړنیز کلتور د ترویج په برخه کې یو اغېزمن ګام بلل کېږي او تمه ده چې په راتلونکي کې به د ارزښتناکو لاسته راوړنو لامل وګرځي.