ښاغلي محمدي په دې سمینار کې د یوې واضحې موخې په درلودلو، پرله پسې هڅو او په فردي وړتیاوو د باور ساتلو پر ارزښت ټینګار وکړ او له ګډونوالو سره یې له ننګونو او خنډونو څخه د تېرېدو عملي لارې چارې شریکې کړې.
هغه دغه راز د خپلو شخصي تجربو په بیانولو سره څرګنده کړه چې څنګه کولای شو د پرله پسې هڅو، د وخت سم مدیریت او د انګېزې د ساتلو له لارې خپل هیلې په حقیقت بدلې کړو.
په دې برنامه کې ګډونوالو ته دا فرصت هم برابر شو، چې خپلې پوښتنې او اندونه مطرح کړي او له وړاندې شویو تجربو او لارښوونو څخه ګټه واخلي.
د دې پروګرام د جوړولو موخه په ځان د باور روحیې پیاوړتیا، د موخو د تعقیب لپاره د انګېزې رامنځته کول او د ژوند له ننګونو او خنډونو سره د مقابلې په برخه کې د ځوانانو پیاوړي کول دي.



