په دې برنامه کې ګډونوالو ته د نفتو په مفهوم، په نړیوال اقتصاد او سیاست کې د هغه پر استراتیژیک اهمیت، د اوپک غړو هېوادونو په ځای او د نفتو د لېږد مهمو لارو او تنګیو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
همدارنګه، په دې برنامه کې د نړیوالو ائتلافونو په رامنځته کېدو کې د نفتو پر رول، د جګړو او شخړو په راټوکېدو، د سترو قدرتونو په سیالۍ او پر نړیوال اقتصاد او امنیت یې د اغېزو په اړه خبرې اترې وشوې.
د دې پروګرام د جوړېدو موخه د محصلینو د سیاسي شننې پوهې لوړول، د څېړنې او وینا مهارتونو پیاوړتیا او په ټولنه کې د سیاسي چارو د عملي پروګرامونو لپاره د هغوی چمتووالی ښودل شوی دی.



