Social Media

Rana University Logo
shape

د کتابتون فعاله محصلین وستایل شول

د کتابتون فعاله محصلین وستایل شول

په دې مراسمو کې د علمي معاونیت مسوولینو د فعاله محصلینو هڅې وستایلې، هغوی یې د نورو محصلینو لپاره غوره بېلګې وبللې او د کتاب د مطالعې د دودولو پر اهمیت یې ټينګار وکړ.

دغه راز د کتابتون آمریت د محصلینو د علمي کچې په لوړولو کې د کتابتون رغنده رول ته په اشارې سره د فعاله محصلینو له همکاریو او ژمنتیا څخه مننه وکړه.

دا برنامه د هغو فعاله محصلینو د ستاینې په موخه ترسره شوه، چې د مطالعې د دودلو او د علمي سرچینو په کارولو سره یې د کتابتون په علمي فضا کې ارزښتناک رول لوبولی دی.