په دغه کنفرانس کې د حقوقي، اقتصادي، اسلامي، رسنیزو او روغتیايي اړخونو له مخې د نشهيي توکو بېلابېلې برخې وڅېړل شوې او ویناوالو د شته ننګونو، فردي او ټولنیزو مسوولیتونو، د روږدي کېدو د مخنیوي او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د اغېزناکو لارو چارو په اړه تخصصي نظریات له ګډونوالو سره شریک کړل.
همدارنګه، د کورنیو، ځوانانو، رسنیو او مسوولو بنسټونو پر رول ټینګار وشو، څو د عامه پوهاوي، د روږدي کېدو د مخنیوي او له زیانمنو کسانو څخه د ملاتړ په برخه کې خپل مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
د کنفرانس د پوښتنو او ځوابونو برخه کې محصلانو هم فعاله ونډه واخیسته او خپل نظرونه یې شریک کړل.
رڼا پوهنتون ژمن دی، چې د علمي او ټولنیزو پروګرامونو په ترسره کولو سره د ټولنیز پوهاوي لوړولو، د مسوولیتپذیرۍ پیاوړتیا او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل علمي او ټولنیز رول په ښه توګه ادا کړي.



