Social Media

Rana University Logo
shape

په رڼا پوهنتون کې د «علمي او څېړنیزو مقالو د لیکلو او خپرولو ارزښت» تر سرلیک لاندې سمینار ترسره شو

  • کور
  • خبرونه
  • په رڼا پوهنتون کې د «علمي او څېړنیزو مقالو د لیکلو او خپرولو ارزښت» تر سرلیک لاندې سمینار ترسره شو
په رڼا پوهنتون کې د «علمي او څېړنیزو مقالو د لیکلو او خپرولو ارزښت» تر سرلیک لاندې سمینار ترسره شو

په دې سمینار کې ګډونوالو د علمي او مسلکي پرمختګ په برخه کې د څېړنې له رول، د علمي مقالو د لیکلو له اصولو او معیارونو، په معتبرو علمي مجلو کې د څېړنیزو اثارو د خپرولو له لارو چارو او له مونوګرافونو څخه د علمي مقالو د استخراج له بهیر سره بلد شول.

همداراز، د پوهې تولید، د ټولنیزو ستونزو د حل او د هېواد د علمي ودې لپاره د څېړنې پر اهمیت ټینګار وشو.

یاد سمینار د رڼا پوهنتون د څېړنو مرکز د آمر له لوري وړاندې شو او د استادانو او محصلینو په فعال ګډون ترسره شو.

رڼا پوهنتون د ټولنې په پرمختګ کې د څېړنې پر ارزښت باور لري او ژمن دی، چې د علمي او څېړنیزو پروګرامونو له لارې د محصلینو د فکري او علمي ودې زمینه برابره او هغوی د څېړنې، نوښت، د پوهې تولید او په علمي ډګرونو کې د اغېزمن حضور پر لور وهڅوي.