Social Media

Rana University Logo
shape

په رڼا پوهنتون کې د «لوژستیک او تدارکاتو مدیریت» ترسرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو

  • کور
  • خبرونه
  • په رڼا پوهنتون کې د «لوژستیک او تدارکاتو مدیریت» ترسرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو
په رڼا پوهنتون کې د «لوژستیک او تدارکاتو مدیریت» ترسرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو

د رڼا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د محصلانو د تخصصي پوهې او عملي مهارتونو د پیاوړتیا او د لوژستیک او تدارکاتو مدیریت له اصولو سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د «لوژستیک او تدارکاتو مدیریت» تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره کړ.

په دغه سمینار کې د لوژستیک او تدارکاتو د مدیریت بنسټیز مفاهیم، د اکمالاتي ځنځیر د پلان جوړونې او د مدیریت اهمیت، د توکو پېرودنې، زېرمه کولو او وېش بهیر او د سازمانونو په چارو کې د سرچینو د اغېزمن مدیریت رول وڅېړل شو.

همدارنګه، د تدارکاتو په بهیر کې پر روڼتیا، د سرچینو پر اغېزمنې کارونې، د لګښتونو پر کمولو، د وخت پر مدیریت او د کاري وړتیا د لوړولو لپاره پر سمو پرېکړو ټینګار وشو.

رڼا پوهنتون هڅه کوي، چې د علمي سمینارونو او عملي پروګرامونو له لارې د محصلانو مسلکي ظرفیتونه لوړ او هغوی د کار بازار ته چمتو کړي.