په دغه پروګرام کې د علمي او شخصي ژوند په چارو کې د وخت د اغېزمن مدیریت، د فعالیتونو د لومړیتوب ټاکلو، ورځني مهالوېش جوړولو، د موخو ټاکلو او د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.
همدارنګه، محصلانو ته د وخت د اغېزمنې کارونې، د درسي مسوولیتونو او ورځنیو فعالیتونو ترمنځ د توازن ساتلو او د پلان جوړونې د مهارتونو د پیاوړتیا په اړه عملي لارښوونې ورکړل شوې.
رڼا پوهنتون هڅه کوي، چې د روزنیزو پروګرامونو له لارې د محصلانو فردي او علمي وړتیاوې پیاوړې کړي.



