Social Media

Rana University Logo
shape

خبرونه

د رڼا پوهنتون استادانو او کارکوونکو لپاره شکایتونو ته د رسېدنې پالیسۍ د تشریح سمینار جوړ شو

په رڼا پوهنتون کې د پوهاوي کچې د لوړولو، د ځواب‌ ویلو فرهنګ د پیاوړتیا او شکایتونو ته د رسېدنې بهیر د ښه‌ والي په موخه، د استادانو آمریت له لوري استادانو او کارکوونکو لپاره شکایتونو ته د رسېدنې پالیسۍ د تشریح سیمنار جوړ شو.

نور وګورئ

په رڼا پوهنتون کې د «اخلاق او سازماني چلند» تر سرلیک لاندې علمي سمینار جوړ شو

په رڼا پوهنتون کې د مسلکي ظرفیت لوړولو، د سازماني فرهنګ پیاوړتیا او کاري اړیکو د ښه ‌والي په موخه، د استادانو او کارکوونکو لپاره د «اخلاق او سازماني چلند» تر سرلیک لاندې علمي سمینار جوړ شو.

نور وګورئ

د رڼا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلانو د امام ابو حنیفه (رحمه‌الله) له نړیوال تولیدي نندارتون څخه لیدنه وکړه

رڼا پوهنتون د نظري زده‌کړو او اقتصادي واقعیتونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د عملي زده‌کړو د ودې په موخه، د اقتصاد پوهنځي محصلانو ته د دې زمینه برابره کړه, چې د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) له نړیوال تولیدي نندارتون څخه لیدنه وکړي.

نور وګورئ

د افغانستان د اقتصادي لیدلوري او د کار بازار د شاخصونو ارزونه

د محصلانو او استادانو د علمي او اقتصادي پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د «افغانستان اقتصادي لیدلوری او د کار بازار شاخصونه» تر سرلیک لاندې د پوهاوي پروګرام د اقتصاد وزارت د اقتصادي پالیسۍ او ستراتیژۍ ریاست په همکارۍ او د رڼا پوهنتون په کوربه‌ توب ترسره شو.

نور وګورئ

د زړه نړیوالې ورځې په مناسبت د زړه ناروغیو په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د زړه نړیوالې ورځې په مناسبت، د زړه ناروغیو او د هغو د مخنیوي لارو چارو په اړه د رڼا پوهنتون او ګلوبل روغتون په ګډې همکارۍ، د یاد روغتون په ودانۍ کې د پوهاوي سمینار ترسره شو.

نور وګورئ

د «ټولګي مدیریت» سمینار؛ د تدریس کیفیت د لوړولو په لور ګام

د رڼا پوهنتون د استادانو آمریت، د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړولو او د تدریس کیفیت د ښه والي په موخه، د «ټولګي مدیریت» تر سرلیک لاندې علمي ـ ښوونیز سمینار ترسره کړ.

نور وګورئ

په رڼا پوهنتون کې د سیرت‌النبي ﷺ سیالۍ د ګټونکو د ستاینې او جایزو د وېش مراسم ترسره شول

رڼا پوهنتون د حضرت محمد ﷺ د لوړ مقام د درناوي، د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا او د حضرت محمد مصطفی ﷺ د سیرت د لا ښې پېژندنې په موخه، د سیرت ‌النبي ﷺ علمي سیالۍ د لسګونو محصلانو او نورو کسانو په پراخ ګډون ترسره کړه.

نور وګورئ

په رڼا پوهنتون کې د علمي څېړنو د موندنو او پایلو وړاندې کولو علمي کنفرانس ترسره شو

د رڼا پوهنتون د څېړنو آمریت د څېړنو دودولو، د علمي کادرونو د تشویق، د پوهې پراختیا او علمي فعالیتونو د پياوړتیا په موخه (د علمي څېړنو د موندنو او پایلو وړاندې کولو) تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره کړ.

نور وګورئ

په رڼا پوهنتون کې د سیرت ‌النبي ﷺ سیالي ترسره شوه

رڼا پوهنتون د اسلامي فرهنګ د پراختیا، د حضرت محمد ﷺ د ارزښتناکو لارښوونو او سیرت د لا ښې پېژندنې او د ځوانانو د مطالعې هڅونې په موخه، د سیرت ‌النبي ﷺ علمي سیالي ترسره کړه.

نور وګورئ

رڼا پوهنتون کې د نویو محصلینو د پېژندګلوۍ برنامه ترسره شوه

د رڼا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د خزاني سمسټر د نویو محصلینو د پېژندګلوۍ برنامه په بریالیتوب ترسره کړه.

نور وګورئ