English دری پشتو

پوهنتون رنا

اخبار

ستر سوداګریز- تحصیلي نندراتون جوړ شو.

January 05, 2020


د رڼا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي خپلو محصلینو لپاره ستر سوداګریز- تحصیلي نندارتون جوړ کړ. په دې نندارتون کې چې د بېلابېلو سمسترونو له دوه سوو زیاتو محصلین په کې ونډه اخیستې وه د خپلو شرکتونو غذايي، روغتیايي محصولات، برېښنايي لوازم افغاني لباسونه او نور توکي یې په کې د بازار موندنې لپاره وړاندې کړل. د دې نندارتون په پرانیستغونډه کې، چې د سې شنبې ورځ د روان کال د مرغومي په ۱۰مه د رڼا پوهنتون د پوهنې اوسولې تالار کې جوړه شوې وه، د رڼا پوهنتون مشرتابه او علمي پلاوي، د افغانستان دسوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند، د ا.ا.ج د اقتصاد وزارت د پلان لوی ریس محمد نبي سروش، د افغانستان د معدن او صنایع خونې مرستیال سخي احمدپیمان، یو شمېر ملي سوداګرو، د پوهنتون استادانو او محصلینو په کې ونډه اخیستې وه. د رڼا پوهنتون علمي مرستیال سید مصطفی سعیدي، میلمنو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د اقتصاد پوهنځي مشرتابه ته د دې سترې لاسته رواړنې مبارکي ورکړه او ویې ویل: رڼا د یو مخکښ پوهنتون په توګه ژمن دی چې د هېواد د اقتصادي سیستم د بنسټیز بدلون لپاره ځوان متخصص بشري ځواک چمتو کړي او تیوریک درسونه د عمل پر جامه سینګار کړي، څو په راتلونکې کې زموږ محصلین له جدي ګواښونه سره مخ نشي. بیا د دې نندارتون میلمنو په خپلو خبرو کې د رڼا پوهنتون مننه وکړه او ځوانان یې د شته ستونزو د حل یواځینۍ کیلي وګڼله او ژمنه یې وکړه، چې د اقتصادي طرحو د غني کولو، د کاري فرصتونو په ایجاد او د هیواد په اقتصادي تحقیقاتو کې به هیڅ رازمرسته ونه سپموي. محصلینو د دې او دغه راز نورو برنامو لپاره د رڼا پوهنتون مننه وکړه او دا چاره یې د محصلینو د وړتیا لوړونې لپاره ګټوره وبلله. دا نندارتون په داسې مهال کې جوړ شو، چې ټاکلې ده په نیږدې راتلونکې کې د رڼا پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي لخوا د سافټویر او ۳۰ شرکتونو په ګډون د کارموندنې نندارتونونه هم جوړ شي.

دانشگاه رنا ©