English دری پشتو

پوهنتون رنا

اخبار

د رڼا دویم ستراتيژیک پلان معرفي شو

February 19, 2020


د روان کال د سلواغې په ۲۴مه نېټه د رڼا پوهنتون د سولې او پوهنې تالار کې د دې پوهنتون د مشرتابه او علمي پلاوي، د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریس پوهنیار بري مبارز او د رڼا پوهنتون د سلاکارانو او ګڼ شمېر دایمي استادانو په وړاندې د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د رڼا دویم ستراتیژیک پلان معرفي شو. د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اولوړو زده کړو مؤسسو د اتحادې او رڼا پوهنتون ریس دوکتور شفیع الله نعیمې د دې سترې لاسته راوړنې له امله د رڼا مشرتابه او اداري څانګې ته مبارکي ورکړه او ۱۳۹۸ یم کال د ددې پوهنتون لپاره ځانګړی وباله. د رڼا پوهنتون دویم پنځه کلن ستراتیژیک پلان چې د دې پوهنتون د عمودي او افقي پرمختګ او بدلون، د بشري ځواک د ظرفیت لوړونه، شته پوهنځیوکې د دیپارتمنتونو او ماسترۍ برنامو ایجاد، د څیړنې څانګه او نورې برخې را نغاړي د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو. د رڼا پوهنتون د پلان او پالیسۍ امر دوکتور سید نعیم سادات د رڼا پوهنتون د دویم پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح سربیره په خپلو خبرو کې وویل، دا چې رڼا پوهنتون، له متخصص، مجرب او ژمن بشري ځواک څخه برخمن دی، په راتلونکو پنځو کلونو په بریالۍ توګه د یاد پلان د پلي کیدو ډاډ ورکوو. رڼا پوهنتون هیواد کې د علم او پوهنې د غنامندۍ او د ځوان کهول د روزنې په لاره کې د زده کړو، څېړنو او چوپړتیاو وړاندې کولو له لارې فعالیت کوي، چې په روان کال کې یې تر ټولو ډیرې پالیسې او کړنلارې تدوین کړي چې د دې پوهنتون څلورګونو پوهنځیو په تحصیلي نصاب کې په معیاري او بریالي توګه تعدیل یې یوه بېلګه ده.

دانشگاه رنا ©