English دری پشتو

پوهنتون رنا

اخبار

له رڼا پوهنتون څخه دقندهار ملالۍ پوهنتون د محصلینو لیدنه

October 14, 2020


د ملالۍ پوهنتون د حقوقي کلینیک یو ډله محصلین کابل ته راغلي او د رڼا پوهنتون څخه یې لیدنه وکړه ، دې لیدنه کې محصلین لومړی د رڼا پوهنتون د رهبرۍ له ګرم ښه راغلاست سره مخامخ شول، او کابل کې یې د هرډول مرستو ژمنه ترلاسه کړله. زده کړیالانو د کابلیانو او رڼا پوهنتون له میلمه پالنې څخه مننه وکړه ، او د رڼا پوهنتون د ګڼو برخو د لیدلو ترڅنګ یې د رڼا حقوقي کلینیک څخه هم لیدنه وکړه، د دې کلینیک له تجاربو څخه یې معلومات ترلاسه کړل، او د رڼا پوهنتون حقوقي کلینیک کړنې یې وستایلې، دارنګه د رڼا حقوقي کلینیک د مسؤولینو لخوا دمحصلینو پوښتنو ته قناعت بښونکي ځوابونه ورکړل شول. د لیدنې پروخت د دواړو پوهنتونونو رهبري مقامونو ژمنه وکړله ترڅو خپلې کړنې په هغو فعالیتونو متمرکزې کړي چې د ځوان نسل او ټولنې خیر او بریا پکې نغښتې وي. دارنګه په علمي، څیړنیزو، علمي سیر او ...نورو برخو کې د رڼا پوهنتون علمي-تدریسي معاون او د ملالۍ پوهنتون د استازي لخوا ګډه کاري تفاهمنامه امضاشوه. د رڼا پوهنتون حقوقي کلینیک د مقررې مطابق د اونۍ شپږ ورځې تنګ لاسو هیواد والو ته د حقوقي خدماتو، مشوره ورکونې او عریضو لیکلو، د دعوا صورت، دفاعیه، اعتراضیه ، او فامیلي ، مدني او جزايي برخو کې د وکالت مرستې د تجربه لرونکو مدافع وکیلانو په واسطه بلاعوض ډول سره وړاندې کوي. د رڼا پوهنتون حقوقي کلینیک په هکله د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې شمیرو سره اړیکه نیولی شئ: ۰۷۳۰۸۷۸۸۸۸ پته: بره کي څلور لاری ، کابل – افغانستان

دانشگاه رنا ©