English دری پشتو

پوهنتون رنا

اخبار

د ستراتيژيک پلان جوړونې دوه ورځنى ورکشاپ

November 08, 2023


د رڼا پوهنتون د کيفيت لوړونې آمريت په هڅو د پوهنتون رهبريت او د علمي او اداري څانګو آمرينو د ظرفيت لوړونې په موخه د روان ١٤٠٢ل کال د سنبلې په ٢٨، ٢٩ نېټه دوه ورځنى ورکشاپ د پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شو. د ورکشاپ په پيل کې د ستراتيژيک پلان جوړونې اهميت د پوهنتون د علمي معاونيت د سرپرست استاد ارشد جان له لوري ګډونوالو ته روښانه شو او بيا د اجندا سره سم د ستراتيژيک پلان جوړونې لارښود، اساسات او د ستراتيژيک پلان د تطبيق څرنګوالى په عملي بڼه تشريح شو. د ورکشاپ په پاى کې په ګډونوالو تصديق پاڼې وويشل شوې او ورکشاپ د خير او برکت لپاره په دعاء سره پاى ته ورسېده.

دانشگاه رنا ©