English دری پشتو

پوهنتون رنا

اخبار

د رنا او پروان پوهنتونونو تر منځ د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسليک

November 09, 2025


رڼا پوهنتون د خپلو ګډو علمي او څېړنيزو فعالیتونو د دوام په موخه، دا ځل د پروان پوهنتون سره د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک کړ. د دې تفاهم‌لیک له مخې به، دواړه بنسټونه په بېلابېلو برخو کې -لکه: د تجربو شريکول، د ګډو کنفرانسونو دائرول، د سيمينارونو او ظرفيت لوړونې ورکشاپونو تنظيم، د دواړو پوهنتونونو د محصلانو تر منځ د علمي سياليو جوړول او د علمي سفرونو له لارې د محصلانو د متقابلو ليدنو زمينه برابرول- له يو بل سره همکاري کوي. دغه تفاهم‌لیک د علمي بنسټونو تر منځ د ګټور او اغېزناک ارتباط د رامنځته کولو، ګډو فعاليتونو او د تجربو او لاسته راوړنو د تبادلې په موخه لاسلیک شوی دی.

دانشگاه رنا ©