November 19, 2025
د رڼا پوهنتون روغتيايي کلينیک له لوري خپلو کاري مسؤليتونو ته په کتلو د "لومړنيو همکاريو او رواني روغتيا سره بلدتيا" تر عنوان لاندې زدکړه ییز سمينار د پوهنتون استادانو او کارمندانو ته وړاندې کړ. په دې سمينار کې لومړی ډاکټر احمد سیر ترين عاجلو پېښو ته، لکه د وينې بهېدلو، د غړيو ماتېدلو او سوځېدلو ته په لومړنيو دقیقو کې د رسېدنې مهارتونه او کړنلارې تشريح او دا یې د ژوند ژغورلو په عنوان ياد کړل او بيا یې د رواني روغتيا په هکله اړين معلومات وړاندې او پر اهميت یې ټینګار وکړ. د دې سمينار موخه عاجلو پېښو ته د پر وخت رسېدنې مهارتونو لوړول، ياده شوې ده.
دانشگاه رنا ©
