English دری پشتو

پوهنتون رنا

اخبار

د رڼا پوهنتون؛ د ملګرو ملتونو او پارلمان بیلګیز کول پای ته ورسېده

December 15, 2019


د ملګرو ملتونو او پارلمان بېلګیز کول له مودې هڅې اوهاند وروسته د ا.ا.ج د اقتصاد وزارت په مرسته د خصوصي او دولتي پوهنتونونو او ښوونځیو د ٢٠٠تنو زده کوونکو په ګډون سره د درې ورځو لپاره جوړ شوی و.

دا کنفراس دبسټیزې پراختیا دموخو په محوریت سره دملګرو ملتونو، بنسټيزې سولې، دپارلماني مباحثو په دې کمېټو (امنیت شورا،د بشرحقونه،اقتصاد، ټولنه او دښځو چارې) کې تر سره شو.

د دې درې ورځني کنفرانس د جوړولو موخه روزنه، د وړتیاو وده، د عامه پوهاوي زیاتوالی، یو بل منل او پر مختلفو موضوعاتو بحث او خبرې اترې وې

د دې کنفرانس ګډونوالو د متواترو ناستو په پای کې خپل وړاندیزونه او نظرونه د پریکړه لیک په بڼه صادر کړل.

د دې برنامې ګډونوالو د وړتیاو د ځلونې په پار درڼا پوهنتون ستاینه وکړه او غوره ګډونوال یې په ستاینلیکونو سره ونازول .دا کنفراس د قوس له ٢٠تر٢٢ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

دانشگاه رنا ©