English دری پشتو

پوهنتون رنا

اخبار

تمثیلي محکمي په بریا سره پای ته ورسیدې

December 21, 2019


د ظرفیتونو د لوړاوی او عملی کارونو په لړ کې، دا ځل د رنا پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځی د تمثیلی محکمو اوونۍ  د روان کال لیندۍ میاشت په ۲۳مه نېته په لاره واچوله.

محصلانو ددي تر څنګ چی دا برنامي یې اغیزمني و ارزولی؛ تمثیلی محکمي یې د کورنۍ، جزایې او مدنی موضوعاتو سره د قاضي او د قاضي همکار، شاهدانو، مدعی او مدعی علیه د محکمې منشی او وګیل مدافع په نقشونو کې د لیندۍ میاشت په ۲۴مه نېته په بریا سره پای ته ورسولي.

په پای کی محصلانو ته چې شمیريی تر ۵۰ تنو دیر وه؛ د رنا پوهنتون د حقوق او سیاسی علوم پوهنځي له لوري د ستاینلیکونو په ورکړي سره و ستایل شول.

د رنا پوهنتون؛ تل د یو مخکښ پوهنتون په ډول تل هڅه کړئ چی د خپلو برنامو له لاری د محصلانو د ظرفیت په لوړاوی کې خپل مسوولیت په ځانکړی ژمني سره سم تر سره کړي

دانشگاه رنا ©