December 24, 2019
د افغانستان دخصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د اتحادیې او رڼاپوهنتون رییس دوکتور شفیع الله نعیمي او د ا.ا.ج د اقتصاد زیر دوکتور محمد مصطفی مسرور په دې لیدنه کې دهېواد، روښانه راتلونې کې د اقتصاد پوهنځي او اقتصاد پوهانو پر رول او ارزښت بحث وکړ.
دغه راز د لیدنې په اوږدو کې د بنسټیزې پراختیا، د اقتصاد د تحصیلي څانګو د نصاب پر نويوالي او ګډو برنامو څخه د اقتصاد وزارت پر ملاتړ خبرې اترې وشوې.
د ناستې په پای کې د هېواد د اقتصاد وزیر دوکتور محمد مصطفی مسرور، د دوامداره هڅو او د یاد وزارت او رڼا پوهنتون د ګډو برنامو په پار د اقتصاد وزیر او د دې وزارت اوه تنه ریسانو ته د رڼا پوهنتون د ریس لخوا ستاینلیکونه ورکړل شول.
د یادونې ده چې تر دې د مخه د رڼا پوهنتون او اقتصاد وزارت لخوا په ګډه د ملګرو ملتونو او پارلمان بېلګیز کولو برنامه په بریالیتوب سره ترسره شوې ده
دانشگاه رنا ©